نړیوال خبرونه

عبدالله عبدالله:جګړه د مشکلاتوحل ندۍطالبانو سره هم باید جوړجاړۍ وشي

د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له یوې رسنۍ سره په یوه ځانګړې مرکه کې طالبانو سره په د جوړجاړي خبره کړې نومړي ویلي چې یوازې د مزاکراتو له لارې مونږ کولۍ شو چې جګړې ته د پاۍ ټکۍ کيږدو.

نوموړي د ملګرو ملتونو د هغه رپوټ په اړه هم اندېښنه ښودلې چې وايي، وسله والو طالبانو تر دې وروستیو له القاعدې ډلې سره اړیکې درلودې او دې ډلې ته یې افغانستان کې پناه ورکوله. ښاغلي عبدالله د بي بي سي یلدا حکیم ته وویل، ‘له القاعده سره د طالبانو تحریک اړیکي پرې کول د طالبانو او امریکا ترمابین د شوې هوکړې یوه برخه وه، دا په بشپړ ډول نه ده عملي شوې، پرمختګ شوی، خو ډېر څه لا پاتې دي چې باید وشي او بې له شکه زموږ لپاره دا زموږ لپاره د اندېښنې خبره ده.

له ولسمشرغني سره د سیاسي‌ هوکړې وروسته، او د ملي پخلاینې د عالي‌ شورا مشر ټاکل کېدو راپدیخوا دا لومړی ځل و چې ښاغلي عبدالله د سولې په اړه خبرې وکړې. د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پر طالبانو باور کېدلی شي،‌ ښاغلي عبدالله وویل، ‘دلته مسله پر طالبانو یا کومې بلې ډلې د باور نه ده، بلکې دا د خبرو ازمایښت لپاره د هر چا توجه جلبوي.

طالبان وسله وال دي او جنګ کوي. که څه هم تاوتریخوالي کې یو څهکمي راغلی، خو حکومت ورسره باید یو جوړ جاړي ته ورسېږي، ځکه د جګړې له دوام سره دغه حالت نه ختمېږي.

نوموړي وویل متحده ایالاتو یوه توافق نامه لاسلیک کړه، طالبانو له القاعده سره د اړیکو ختمولوغوندې ځینې ژمنې وکړې، خو خبره دا ده چې موږ باید یو غږشو، خبرې پیل شي او که هر څوک داسې فکر کوي چې له پوځي لارې به ګټه وکړي، دا نا ممکن ده

ښاغلي‌ عبدالله وویل چې د سولې په چارو کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره یو ځای په سلا مشوره مخې ته زي او دې برخه کې د ټول ولس مشورې ته اړتیا شته.‌ هغه همدا راز په افغانستان کې ځینو خونړیو بریدونو ته په اشارې وویل،‌ د اسې ثبوت نشته چې دا بریدونه دې طالبانو لخوا شوي وي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې له ډیر وخت راهیسې جګړه روانه ده باید ټول سیاسي رهبران مجاهدین او او نور شیاسي شخصیتونه سره یو غو شي او د سولې بین الافغاني خبرې ژر تر ژره پیل شي او افغانستان ازاد او په ځان بسیا شي تر څو افغانان په خپل هیواد کې ارامه ژوند وکړي

.‌

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button