سات تيري

جاوېد امیرخېل: دمشرانو بایداحترام وشي

جاوېد امیرخېل: دمشرانو بایداحترام وشي، مشهور سندرغاړي جاوېد امیرخېل په خپله فېسبوک پاڼه کې پوسټ کړۍ او په دغه پوسټ کې ېې د ولسمشر محمد اشرف غني عکس خپور کړی او لیکنه ېې هم کړې ده ورسره، چې ضرور نه ده یو ولسمشر ده ښه دکلماتور هم وي

ښاغلي امرخیل په خپل پوسټ کې د ښه شاعر رحمت شاه سایل د یوه مشهور بیت مسره د پښتنو کوڅې خو داسې بې ایمانه نه وې لیکلې ده او بیا یې لیکلي دي، چې خپل مشران مه سپکوۍ او دا خو اړینه نه ده، چې یو ولسمشر دې د پیاوړې پالیسۍ او پیاوړدي سیاست تر څنګ ښه دکلماتور هم وي هغه ویلي دې چې باید ټول هې،ادوال د ولسمشر غني احترام وکړي،او د بې ځایه خبرو نه ډډه وکړي څکه هغه زمونږ ولسمشر دۍ او باید ټول ورته احترام ولري،

نوموړي دا پلیکنه په داسې یو وخت کې کوي، چې د کوزې پښتونخوا یو ځوان شاعر فرمان کسکر چې په دې وروستیو کې پهسوشلم ميډیا کې خورا مشهور شوی دی، په یوې ويډيو کې ويلي دي، چې ولسمشر غني زما د شعر ویلو انداز کاپي کړی دی او په دې باندې زما مینوال ډېر زیات ما نه نارازه دي نو پکار ده، چې ولسمشر په خپل انداز کې شعر ووايي او زما انداز ونکړي.

دغه ځوان شاعر فرمان کسکر سوشل ميډیا کې د خلکو په منځ کې د ګپ شپ یوه وجه ګرځېدلې ده، خو بیا هم د هغه په دې څرګندونو سره ګڼ شمېر کسان هغه ته غوسه دي او ځينې دا هم وايي، چې د فرمان کسکر د دې خبرو تر شا د بل چا لاس دی او په چل ول سره یې په کسکر باندې داسې ویلي دي چې دا زمونږ د مشرانو بې احترامي ده، باید داسې کړنې په ټولنه کې منع شي،

د یادونې وړ ده چې وروسته له هغې چې په مشورتي جرګه کې ولسمشر غني څو شعرونه ښه ونه ویلی شول، په سوشل ميډیا کې په نوموړي توندې نیوکې شوي دي او د هغه شعرونو د دیکلمه کولو ویډيوګانې نشر شوې.خلکو ویلي چې ولسمشر شعرونه نا سم ما مکمل وايي خو بل خو بیا د امرخیل په خبره چې ولسمشر خو څه شاعر ندۍ ضروري نده چې ټولې کلیمې دې سمې وي باید عام وکړي ترېنه ګپ شپ جوړ نکړي او د مشرانو احترام وکړي،

جاوېد امیرخېل: دمشرانو بایداحترام وشي
جاوېد امیرخېل: دمشرانو بایداحترام وشي

دا هم باید یاده کړو ، چې پر جاوېد امیرخېل سربېره ګڼ نور کسان هم په دې خپه دي او وايي، چې مشران او بیا په تېره ولسمشر باید په دا دول خبرو سره سپک نشي او نه باید چې خلک یې د شعر او متل د سم نه ویلو له امله تر نیوکو لاندې راولي او د نوموړي خبرو نه رشخند جوړ نشي، ځکه دې کار سره زمونږ هېواد خپله بدنامول دي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button