جاپان به تر ۲۰۳۰ کال د ای ټي برخه کې د کارګرو نجونو له کمښت سره مخ شي
پر دې سربېره جاپان په نورو ډېرو برخو کې هم د ځوانې بشري قوې له کمښت سره مخامخ دی
جاپان به تر ۲۰۳۰ کال پورې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کارګرانو له کمښت سره مخ شي، چې تر ډېره د نجونو او ښځو د کموالي له امله وي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په جاپان کې د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې زده کړې کوونکې نجونې له دې امله له ستونزو سره مخ دي چې کورنۍ یې د واده په اړه اندیښنه لري.
د جاپانۍ نجونو اندېښنه څه ده؟
یونا کاتو، چې د جاپان په یوه لوی انجینري پوهنتون کې د دریم کال محصله ده، غواړي د څیړنې په برخه کې خپل مسلک تعقیب کړي، خو اندیښنه لري چې له واده وروسته به د ماشومانو له امله نور کار ونه کړي.
هغې وويل، چې خپلوانو يې ډېره هڅه وکړه، چې د ساينس، ټيکنالوجۍ، انجنيرۍ او رياضي له زده کړو یې لرې وساتي، ځکه دوى په دې باور وو، چې په دې برخو کې به مېرمنو ته د کار له امله د واده مناسب ملګري پيدا کول ستونزمن وي.
نور ولولئ: جاپان څرنګه د پرمختګ پړاوونه وهلي دي؟
یونا کاتو وویل، “زما انا او مور معمولا وایي چې که تاسو ماشومان غواړئ، له ساینس او ټیکنالوژۍ پرته نورې ډیرې برخې شته چې نجونې کار کوي.”
ډېری نجونې ساینس او ټکنالوژي نه خوښوي
یونا کاتو له ټولو ستونزو سره سره د انجینرۍ په برخه کې تر دې دمه بریا خپله کړې ده، خو ډېری نجونې د ټولنیزو فشارونو له امله ساینس او ټکنالوژۍ ته نه ځي، چې دا په داوس وخت کې د جاپان لپاره یوه لویه ستونزه ده.
نور ولولئ: ایسپېس: د جاپانۍ سپوږمکۍ کوزوونکي احتمالا ټکر کړی
د جاپان اقتصاد چې په تېره پېړۍ یې د ټکنالوژۍ په برخه کې لوی نوم پیدا کړ، د نړۍ له لسو سترو هېوادونو څخه دی، خو اوسنیو حالاتو ته په کتو کارپوهان خبرداری ورکوي چې دغه هېواد به له زوال سره مخ شي.
د مالیکولر بیولوژي په برخه کې د پی ایچ ډي لرونکی چینایي عالم یانو لی وویل، “دا د جاپان ملت ته زیان رسوي.”
پر دې سربېره جاپان په نورو برخو کې هم د کار کولو لپاره ځوانه بشري قوي لکه څنګه چې په کار ده، نه لري او ورځ تر بلې له ستونزو سره مخامخ کېږي. دا هېواد ځکه لږه بشري قوه لري چې میندې او پلرونه یو یا دوه اولاده غواړي.