جرمني وايي، نوی حکومت به د افغانانو د لېږد پروسه پای ته ورسوي

اړوند خبرونه:
مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي
د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی
د جرمني د اتحادي ګوندونو CDU/CSU)) او سوسیال دیموکرات ګوند SPD)) ترمنځ د کډوالۍمحدودولو پر سر د پرونۍ هوکړې جزئیات خپاره شول. شاوخوا درې زره افغانان لا هم جرمني ته د تګ رسمي ژمنلیکونه لري. سره له دې چې پروګرامونه ختمېږي، خو د بیلډ په وینا، دا کسان به لا هم جرمني ته ځي.
د شنبې په ورځ، د دې ګوندونو مشرانو اعلان وکړ چې د نوي حکومت له لومړۍ ورځې به د غیرقانوني مهاجرت پر ضد سخت تدابیر عملي شي، سرحدي کنټرول به پراخ شي او حتا د پناه غوښتونکو بېرته استول به ممکن شي.
د بیلد د رپوټ له مخې، د تازه هوکړې له مخې به حکومت د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره ټولې قانوني لارې وڅېړي.
د جرمني د استوګنې په قانون کې د «محدودیت» کلمه بېرته شاملیږي، چې د مهاجرت د سختولو لپاره یو مهم سمبولیک ګام ګڼل کېږي.
د نوي پلان له مخې، جرمنی غواړي د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه هم وهڅوي چې مشترک سرحدي تدابیر عملي کړي.
هدف دا دی چې ټول اروپايي هېوادونه د ناقانونه مهاجرت مخه ونیسي، څو د مهاجرو د راتګ لړۍ پای ته ورسېږي.
د جرمني فدرالي پولیسو ته به نوي واکونه ورکړل شي، چې ناقانونه مهاجر وپیژني، ونیسي او له هېواده یې وباسي.د دې تر څنګ، د بېرته ستنولو لپاره د توقیف ځانګړي مرکزونه زیاتېږي او د سختو مجرمانو لپاره د اجباري بندیزونو لړۍ هم پراخېږي.
شاوخوا درې زره افغانان لا هم جرمني ته د تګ رسمي ژمنلیکونه لري او دا ژمنلیکونه حقوقي حیثیت لري او باید عملي شي.