اقتصاد او سوداګرينړیوال خبرونه

جلال اباد: د ګڼ شمېر شنو خونو د سبزیوتازه حاصلات مارکیټ ته وړاندې شول

د جلال اباد لايت ۴۱۰ شنو خون پټیو نه د پنوي  موسم د سبزيو حاصلات مارکیټ  ته تیار شول ، د دغې نویو او تازه حاصلاتو له امله به په بازار کې د سبزیو رېټونه کم شي او عام وګړي به اسانه واخلي د دغې حاصلاتو سره به غریب سړۍ وکولۍ شي چې خپل روزي وچلوي.

د جلال اباد د ميډیا دفتر د زراعت وزارت دراپور له مخې لیکي چې د دې ولایت په اچين، کوټ، روداتو، خوږياڼو، چپرهار، او شېرزادو ولسواليو کې یاد وزارت دا خونې جوړې کړي دي.او له دې خونو به زیات حاصلات ورکوي. په دې کې ۱۸۰ لوی او ۲۳۰ وړې خونې دي چې د پسرلي په موسم کې یې اوس تولید بازار ته وړاندې شو.

د زراعت وزارت مسئولين وايي، چې په دغو ولسواليو کې يې د ۲۹۰ سوداګريزو او ۲۳۰ وړو شنو خونو د جوړلو چارې هم د بشپړيدو په حال کې دي، چې په راتلونکې کې به د سبزيجاتو په زياتوالي کې د پام وړ زياتوالی رامنځته شي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د سړو خونو تولیدول تازه ګامونه یادیږي، له دې وړاندې ورته د بحرانونو او ناخوالو له امله ورته نه ده شوې.

اقتصاد دانان او بزګران وايي، که چیرته د سړو خونو جوړولو باندې  ډیر کار وشي، دې سره به په افغانستان کې د ترکاریو او سبزیو په بیو کې د کمښت ترڅنګ د افغان اقتصاد لپاره زیات کومک هم وي، ځکه د دوي په وینا یې دلته پراخې زراعتي دښتې شته، چې یوازې ورته د لازمو امکاناتو په برابرولو سره په هر موسم کې تولید کولی او ان بهرنیو هیوادونو ته یې هم صادرولی شي.

جلال اباد: د ګڼ شمېر شنو خونو د سبزیوتازه حاصلات مارکیټ ته وړاندې شول

د جلال اباد  ولایت په یو شمیر څایونو او لرو پرتو ولسوالیو کې د سړو خونو جوړول ښه پرمخ تیر روان دي او بزګران ځکه دې ته خوشاله دي چې دوي کولی شي لا زیات او ښه حاصل ورکړي او په کور دننه د ښه بازار ترڅنګ یې بیرونیو هیوادونو ته هم ولیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button