نړیوال خبرونه

جلال اباد کې د ګرځیدو بندیز ختم کړۍ شو او مارکېټونه خلاص کړۍ شو.

جلال اباد کې د ژوند ټول اړخونو صنفونو ته احتیات په پام کې نيولو سره د فعاليت اجازه ورکړې ده. دجلال اباد  والي مياخېل په مشرۍ دکويډ ۱۹ ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي کمېسون د خلکو د احتجاجونو او غوښتنې د پام کې نيولو سره او د ټولنې د غربت کچې ته په کتو په جلال اباد کې ټولو اړخونو ته وقايې ته په پاملرنې د فعالیت اجازه ورکړل شوه.  

والي شاه مياخېل وويل، چې د خلکو د بیا بیا غوښتنو پر اساس او د ټولنې د غربت کچې ته په کتو په جلال اباد ښار کې ټولو صنفونو ته د وقايوي لارښوونو تطبيق په شرط د فعالیت اجازه ورکړل شوه. هغه وويل،هر هټیوال مسؤليت لري چې مشتریانو ته د توکو د پېرلو پر مهال یویو ماسک په وړیا ډول وویشي او سپارښتنه ورته وکړي چې د ماسکونو دې هر ځاۍ کې واچوي. .

نوموړي زياته کړه، چې د اصنافو اتحادیه مسؤلیت لري، چې کمېټې وټامي تر څو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په خاطر ټولو هټیو ته یو میکانېزم ترتیب او د دوو ورځو په جریان کې په ټول ښار کې پرې عمل وکړي. نومږړۍ والي وايي، په دې ولايت کې د تېر په پرتله د کرونا ويروس پېښې زياتې شوي او له همدې امله هوټلونه او رستورانتونه به د تېر په څېر تړلي وي؛ ځکه د ويروس د خپرېدو ډېر امکان له همدې ځایونو څخه زيات دی.

والي وايي د ښار مرکزي ساحو کې د وسایطو په ګرځېدو د تېر په څېر اوس هم بندیز شتون لري، د ترافیکو مدیریت دنده لري، چې د ځینو څلورلارو او کوڅو پر پرانېستلو یا تړلو بیا له سره غور وکړي. ننګرهار والي په ښار کې د تختونو د تنظیم لپاره د امنې قومندان په مشرۍ یوه کمېټه وګمارله، چې ژر به په خپله برخه کې عملي چارې پيل کړي..

د ننګرهار والي مياخېل وويل، چې دغه کمېټه به صلاحیت لري، تر څو د تختونو لپاره بدیل ځایونه په نښه او په لنډ وخت کې ټول تختونه له سړکونو، پلو لارو، د ویالو له سرونو او د هټیو او مارکیټونو له مخې پورته او په نښه شویو ځایونو کې ځای پر ځای کړي، تر څو له یوې خوا ښار کې بې نظمي او ګڼه ګوڼه کمه او له بلې خوا د ښار ښکلا بېرته پر ځای شي.

د یادونې وړ ده چې په ټول هېواد کې له ۴ زرو نه کسان په کرونا اخته شوي دي. او د کابل په شمول يو شمېر ولاییتونو کې په کرونا اخته شوي.. په دې ولایاتو کې ټولو نه زیات کسان په کابل او بیا هرات او داسې نور ولایتونه کې په کرونا اخته شوي دي.

د افغانستان نه علاوه نړۍ لا هم په دغې وبا اخته شوې ده او لومړۍ دغه ویروس په چين کې راپیدا شو بیا د چين نه بعد ټولې نړۍ ته خپور شو اوسمهال په چين کې دغه ویروس ورو ورو په کمېدو دۍ. اوس د چين نه بعد ټولو نه زیات امریکا پې اخته شوې ده او بیا ورپسې اروپا زیاته اخته شوې ده. .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button