سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

جماعت اسلامي: افغانستان کې باید یو موقت حکومت رامنځته شي

جماعت اسلامي: افغانستان کې باید یو موقت حکومت رامنځته شي د پاکستان د جماعت اسلامي پارټی د سولې په روانو خبرو کې او په خاص ډول د قطر تړون پر بسټ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په برخه کې د طالبانو او حزب اسلامي له دریځ د ملاتړ اعلان وکړ.

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق، چې دا وخت د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار کوربه دی، دا خبره پرون حکمتیار او نورو چارواکو سره په لاهور کې یوې غونډې ته وکړه.نوموړي ویلي، امریکا که په رښتیا د افغان جګړې پای ته رسول غواړي، نو باید د دوحې د تړون پر اساس خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي او د افغان جګړې د پای لپاره خپله ژمن پاتې شي.

د جماعت اسلامي ګوند امیر یاده کړې چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل به دا فرصت برابر کړي چې افغانان پخپله د خپل هېواد د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي او هر څه د خبرو له لارې رفع کړي. هغه پر اوسني افغان حکومت هم نیوکه کړې چې د سولې د راتلو لپاره رښتینې اراده نه لري او په لوی لاس دغه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کوي، خو په خبره، یې طالبانو د سولې لپاره ژمن دي.

د سراج الحق په خبره افغانستان کې د سولې د ټینګښت او د جګړې د ختمولو لپاره داسې یوه نوي حکومت ته اړتیا ده چې د افغانانو اراده په عمل کې ثابته کړي او د افغانانو په وینو سیاست پرېږدي.د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې ده، نږدې راتلونکي کې په ترکیه او روسیه کې د افغان سولې په تړاو دوې مهمې او برخلیک ټاکونکې غونډې تر سره شي.

0095697 750x430 1

دغه غونډو کې به د سولې، جګړې او اوسني حکومت په اړه برخلیک ټاکونکې پرېکړې کېږي او امریکا غواړي چې نور د سولې خبرو موضوع ختمه کړي.دوی اوسمهال هڅې زیاتې کړي دي او غواړي چې د خبرو اترو له لارې مشکل حل کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button