نړیوال خبرونه

جمهوررئیس د امریکا پلازمېنې واشنګټن ته ورسېد

جمهور رئيس محمداشرف غني چې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځينې رسمي سفر د امریکا متحدو ایالتونو ته روان شوی وو، نوموړی نن ماسپښین د دغه هیواد پلازمېنې واشنګټن ته ورسېد.

ټاکل شوې جمهوررئیس به د دغه سفر پر مهال د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس جوبایډن، د هغه هېواد د کانګرس او سنا غړو او یو شمېر نورو مقاماتو سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د نوي فصل او دوه اړخیزو مناسباتو د پیاوړتیا په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړي.

باید یاده کړو چې تېره هفته د امریکا سپینی ماڼړی په دې اړه یوه اعلامیه هم خپره کړې وه په دې اعلامیه کې د وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ د ویاندې جېن ساکي له قوله ویل شوي وو په دې لیدنه کې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په په جريان کې د افغانستان او امریکا پر دوامداره ملګرتیا خبرې کېږي.اعلامیه کې راغلي، امریکا ژمنه ده چې د افغان ولس، ښځو، نجونو د ملاتړ لپاره دیپلوماتیکې، اقتصادي او بشري مرستې وکړي.

د امریکا حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره د ګډ کار له لارې به اجازه ورنکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لپاره یو خوندي مرکز بدل شي.ولسمشر غني او عبدالله په داسې حال کې واشنګټن ته د خبرو لپاره سفر کوي چې د هېواد زیاته برخو کې جګړې زور اخیستی.

fb img 1624252631064

اوسمهال کابو هره ورځ د ولسوالیو د سقوط رپوټونه ترلاسه کېږي.طالبان وايي چې یوازې په تېره یوه میاشت کې یې له پنځوسو ډېرې ولسوالۍ نیولې دي.خو افغان حکومت وایي، له دغو سیمو یې یوازې تاکتیکي شاتګ کړی او د بیا نیولو لپاره یې پلان عملي کېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button