نړیوال خبرونه

ولسمشرغني :دکمال خان بند به ډېرژرجوړ شي

جمهور ریس محمداشرف غني ویلي چې د کمال خان بند به ډېر ژر جوړ شي ،هغه د دې پروژې لپاره دوه میاشتې وخت وټاکه چې د دغه بند ټول کارونه به دوه میاشتو کې بشپړ شي او په وینا یې له ۷۰۰ کلن انتظار وروسته به د افغانستان د شپږ میلیارد متر مکعب اوبو د ضایع کېدونه مخنیوۍ وشي،

ددغه بند جوړېدل د نیمروز او جنوب لویدیځې حوزې د خلکو لويي ارمان دۍ، چې درې کاله مخکې یې د درېیم فاز د بنسټ ډبره جمهورریس غني کېښوده.ښاغلي غني اوبه د افغانستان شتمني ګڼي او د مهارولو او مدیريت لپاره يې په وار وار ټينګار کړی دی.ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ د عاشورا مراسمو کې د وینا پر مهال بیا د دې بند د بشپړېدو خبره وکړه هغه وویل دوه میاشتې وروسته به ان شاء الله له ۷۰۰ کلن انتظار وروسته تاسو د کمال خان بند له اوبو څخه د ډکېدو شاهدان اوسئ. په دغه بند کې به ۶ میلیارد متر مکعب اوبه راټولې شي.او بند به استعمال ته وسپارل شي،

د ښاغلي ولسمشرپه خبره، د دې بند له اوبو به د کندهار او هرات تر منځ د کرنېزو ځمکو په خړوبړلو کې ګټه واخیستل شي: د کمال خان بند یوازې د لومړي فاز جوړېدو له امله به په راتلونکې کال کې ۵۰ زره هکټار ځمکه خړوبه شي.د دغه ځاۍ خلکو څو څو وارې وویل چې باید دا بندژر تر ژره جوړ شي خو اوس وخت راغلۍ چې ډېر ژر به ددغه بند کارونه تکمیل شي او ستفادې ته به وسپارل شي کوم چې به د دغه ځاۍ خلکو ته ډېره ګټه وکړي،

دا هم باید یاده کړو چې څو میاشتې مخکې هم ښاغلي غني نیمروز ته د سفر په بهیر کې هلته د کمال خان اوبو بند د رغونې چارو د لیدنې پر مهال هم ويلي و چې ډېر ژر به کمال خان بند د اوبو زیرمه کولو لپاره چمتو او نږدې۱۸۰۰۰۰هکټاره ځمکه به خړوبه کړي.دا ېې دویم وار دۍ چې وۍ ویل چې دغه بند به ډېر ژر تکمیل شي او د ځايي خلکو مشکلات به حل کړۍ شي،

د افغان چارواکو په وینا کمال خان بند به نه یوازې له افغانستان تلونکې اوبه مهار کړي بلکې نهه میګا واټه برېښنا به هم تولید کړي.او دا به ډره ګټه وکړي هېواد لپاره دويي وايي دولت باید داسې نور بندونه هم جوړ کړي ترڅو د افغانستان خلک د نورو د احتیاج نه خلاص شي او خپله خپل د هېواد د برق نه استفاده وکړي

جمهورریس غني:دکمال خان بند به ډېرژرجوړ شي
جمهورریس غني:دکمال خان بند به ډېرژرجوړ شي

زمونږ هېواد لپاره دا مهال د کورونو روښانولو او اقتصادي څرخ خوځولو لپاره دوه زره میګاواټ برېښنا ته اړتیا لري.نو دا باید د نورو بندونو جوړولږ سره پږره کړي ترڅو افغانستان کې د برق مشکل حل شي، دولت د انتخاباتو نه مخکې هم د ملت سره وعدې کړې وې او په دغه وعدو کې ېې یوه وعده دا وه چې مونږ به د افغانستان خلکو ته بندونه جوړوو ترڅو هېوادوال مو د نورو هېوادونو د احتیاج نه خلاص شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button