سیمه

جنرال عاصم منیر: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي

د پاکستان لوی درستیز وايي، طالبان دې دا یقني کړي چې د افغان خاوره د پاکستان پرضد نه کارول کېږي

پاکستان افغان طالبان تورنوي چې د پاکستاني پوځ ضد ډلې ټي ټي پي ته یې په افغان خاوره کې ځای ورکړی او له هغه ځایه د اسلام اباد پرضد فعالیت کوي، خو طالبان بیا وايي، چې په افغانستان کې داسې ډلو ته اجازه نه ورکوي تر څو د ګاونډیو هېوادونو پرضد فعالیت وکړي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د ۲۰۲۴ مارګلې ډیالوګ غونډې ته وینا کې بیا د طالبانو له حکومت د دې باوري کول غوښتي، چې «افغان خاوره د ترهګرۍ لپاره نه کارېږي.» د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، عاصم منیر په خپلو خبرو کې بیا له طالبانو هیله وکړه، چې په دې برخه کې څرګند ګامونه پورته کړي.

ټي ټي پي ته د فتنه الخوارج خطاب

پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې پاکستاني چارواکي بیا بیا دا ډله تورنوي چې د دغه هېواد ضد پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي ته یې پنا ور کړې ده.

جنرال عاصم منیر په خپلو خبرو کې دې ډلې ته په اشاره وویل: «فتنه الخوارج د ټولې نړۍ د ترهګرو او نیابتي ډلو لپاره په مرکز یا هستې بدله شوې ده.»

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په خپلو خبرپاڼو کې د تحریک طالبان پاکستان ته فتنه الخوارج خطاب کوي.

نور ولولئ: امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر سفر او افغانستان

نور ولولئ: خلیلزاد: پاکستان کې د ستونزو د زیاتېدو لامل عاصم منیر دی

په افغانستان کې طالبانو تل د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې رد کړې دي او ویلي چې د کومې وسلوالې ډلې ملاتړ نه کوي او نه کومې ډلې ته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کاونډيو هېوادونو پرضد وکاروي.

د عزم استحکام عملیات

د پاکستان د پوځ مشر دا هم وايي، چې له افغانستان سره د پولو خوندي کولو لپاره یې تکلاره جوړه کړې ده او د عزم استحکام عملیاتو هدف هم د ترهګرۍ او فراطیت ختمول دي.

د پاکستان د پوځ مشر وايي چې د امن لپاره خپل مثبت کردار ته ادامه ورکو او د کومې نړیوال شخړې برخه نه جوړیږي.

که څه هم جنرال عاصم منیر د کوم حکومت یا هم هېواد نوم وانخیس>‌خو وویل چې ریاستي سرپرستی لاندې ترهګري یوه نړیواله جدي ننګونه ده.

د پاکستان حکومت پر طالبانو سربېره د هند حکومت هم تورنوي چې په دغه هېواد کې د وسلوالو ملاتړ کوي، خو نوی ډېلی دا تورونه ردوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button