نړیوال خبرونه

جنېوا غږ: طالبانو بشر دوستانه قرارداد منلی

د سویس یوه مرستندویه سازمان چې د طالبانو او غیر دولتي سازمانونو تر منځ د خبرو لپاره یې جنیوا کې غونډه رابللې وايي، د دوی له استازو سره له خبرو وروسته طالبانو یوه ”بشردوستانه قرارداد” منلی دی. د سویس په جنېوا کې د دې غونډې هدف په افغانستان کې د بشري حقونو او بشري مرستو اړوند بحثونه بلل شوي.

دا سازمان چې په جګړو کې د ملکي خلکو خوندیتوب برخه کې فعالیت کوي، په یوه تازه ټویټر پیغام کې وايي، په قرارداد کې د ټولو افغانانو لپاره د روغتیا او تعلیم حق منل شوی دی. په پیغام کې دغه راز ویل شوي: بشري مرستو ته درناوی، چاپېریال او د کلتوري میراث ساتنه ”هم په قرارداد کې شامل دي. خو تر اوسه د دې قرارداد په هکله بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي او طالبانو هم تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د طالبانو پلاوی د جنورۍ پر اوومه دې غونډه کې د ګډون لپاره جنېوا ته تللی، چې تمه کېږي نن ‘جمعه ‘ به پای ته ورسېږي. د سویس د بهرنیو چارو وزارت ټېنګار کړی چې جنیوا ته د طالبانو دا سفر د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو په معنی نه دی. په دې پلاوي کې د طالبانو حکومت دفاع، عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارت چارواکي شامل دي.

نور یی ولوله | د زړه ضربان زیاتېدل او د وزن کمېدل د کومې ناروغۍ نښه ده؟

د یادونې ده، چې د طالبانو پلاوي مشري لطیف الله حکیمي کوي چې د طالبانو دفاعي ځواکونو تصفیې برخې مشر دی. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا د طالبانو دویم پلاوی دی چې یوه اروپايي هېواد ته سفر کوي، خو د طالبانو د پلاوي مشري داسې څوک کوي چې نه په بشري مرستنو او نه هم په بهرنیو اړیکو کې ښکېل دی. له دې وړاندې د طالبانو پلاوی ناروې ته تللی وو ، خو پرضد یې څو اروپايي ښارونو کې لاریونونه وشول.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button