نړیوال خبرونه

جهادي مشر او سیاسي شخصیت قاضي محمد آمین وقاد ومړ

جهادي مشر او سیاسي شخصیت قاضي محمد آمین وقاد ومړ.د هېواد مطرح سیاسي مشر، جهادي او مخور شخصیت قاضي محمد امین وقاد د تل لپاره له موږ سره مخه ښه وکړه۔انالله واناالیه راجعون.

ارواښاد قاضي صیب د هېواد یو خیرخوا مصلح خواخوږی او باعزته مشر و، د داسې لویو خلکو مړینه ډېره لویه ضایع ده او تشه یې هېڅکله نه ډکېږي.خدای بښلی قاضي وقاد د افغان سولې په برخه کې نهایت ډېرې هڅې وکړې، ځان یې ستړی کړ، د سولې په پار یې هره دروازه وټکوله؛ په وطن او ولس دردمن انسان و. له درنې کورنۍ سره په دې لوی غم کې ځان شریک بولو، ارواښاد ته فردوس جنت؛ درنې کورنۍ او خواخوږو ته یې د زړه صبر غواړو.

fb img 1623750482096

افغانستان واقعاً له یو عالم، فاضل، قلموال او علمي کادر څخه بې برخې شو، زه یې په مړینه بې اندازې زیات غمجن شوم؛ الله پاک دې دا سخت سفر ورته اسانه او رڼا کړي.باید یاده کړو چې نوموړی د ډېر وخت راهیسې قلبی او تنفسي مریضی باندې اخته وو.او طویل علالت ېې هم وکړ.

هغه څو وارې د قلب علاج هم وکړ خو په دې اواخرو کې د زړه مریضتیا او د تنفسي مریضی له امله ساه ورکړه.د ښاغلی وقاد یوه جنازه نن سهار ٨ بجې د کابل په عیدګاه جومات کې وشوه او همداراز د نوموړی دوهمه جنازه د ننګرهار په شیرزي لوبغالی کې وشوه.

باید دا هم یاده کړو چې ښاغلی وقاد یوازینی جهادی رهبر وو چې خلکو ته ېې تکلیف نه وو رسولی او نه ېې هم قتلو فتال کېد خلکو په وینو اس ککړ دی د هغه په خلک او سیاسیون لیکي چې په دې وروستیو کې سولې لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي.او هڅه ېې کړې چې افغان بچي ته ارامه ژوند په برخه شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button