جوبايډن: امریکايي فوځیان به د اګست میاشت تر پایه ووځي
د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، له افغانستانه د امریکايي اتباعو او متحدینو د را ایستلو لړۍ روانه ده او هڅه کېږي د اګست تر وروستۍ نېټې دا پروسه بشپړه شي.
بایډن چې په سپينه ماڼۍ کې یې یوې خبري ناستې ته وینا اوروله وویل، چې امریکايي عسکر له افغانستانه د امریکايي اتباعو په را ایستلو بوخت دي او تر دې دمه دیارلس زره امریکایي اتباع، د هغوی افغان همکاران او د کډوالۍ د ځانګړو ویزو متقاضیان له یاد هیواده ایستل شوي دي.
نوموړي وړاندې زیاته کړې،چې حکومت یې افغانستان کې د شته امریکايي اتباعو کره شمېره نه لري؛ خو هر امریکایي چې کور ته ستنېدل غواړي، حکومت یې راوستلای شي.د بايډن په خبره، د امریکایي اتباعو د ایستلو په موخه یې له بېلابېلو هیوادونو سره خبرې روانې دي او د برتانیې، قطر او نورو هیوادونو له مشرانو سره په رابطه کې دی.
د ښاغلي جوبایډن دا څرګندونې داسې مهال دي، چې زرګونه امریکایي عسکر د کابل په هوایي ډګر کې د امریکایي اتباعو، د هغوی د همکارانو او نورو افغانانو په ایستلو کار کوي.
د کابل هوايي ډګر چې د یوه توافق له مخې یې امنیت تر یوې ټاکلې نېټې د امریکایي عسکرو په غاړه دی، د بې سارې ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ راپورونه ورڅخه ورکړل شوي.او لاهم دغه ګډوډي دوام کوي.