جوبايډن ولسمشر غني سره لا هم خبرې ندي شوې
جوبايډن ولسمشر غني لا هم خبرې ندي شوې پرون ورځ د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکېن ټليفوني خبرې وکړې، دا خبرې د ناټو ددفاع د وزيرانو تر مهمې غونډې وروسته شوي.
د ويسا وېبپاڼې ددغه خبرو د جزياتو د ترلاسه کولو ادعا کړې ده او ويلي یې دي چې جمهور ریس غني په دې خبرو کې د امريکايي چارواکو څخه هيله کړې ده چې د امريکا د ولسمشر جوبایډن سره غواړي په ټلیفون خبرې وکړي، ياده ورځپاڼه زیاتوي چې د ولسمشر غني دغه غوښتنه د امريکايي چارواکو لخوا تر اوسه په مثبت ځواب نه ده ځواب شوی او لا هم نده معلوم چې ایا ښاغلی بایډن به کله ورسره خبره وکړي.
دغې پاڼه د خپلو سرچينو له قول ليکلي چې امريکايي چارواکو د افغان حکومت د مشرتابه څخه غوښتي دي چې لومړی دې په کابل کې يوه سياسي اجماع جوړه کړي او وروسته به د نورو مشرانو په شتون کې دی د ولسمشر غني سره په ټلیفون خبرې وکړي.ورځپاڼه دا د افغانستان د ولسمشر په هکله د امريکا د نه حساب او نه عين زمان کې د افغانستان په هکله د امريکا د ناوړه نیت يوه نښه بولي،
ځکه له يوې خوا د امریکا حکومت په مستقيم ډول ولسمشر غني او دده حکومت ته د افغانستان د استازي او واکمن په صفت نه ګوري او د نورو د رضايت په هڅه کې ده او د بلې خوا بيا په افغانستان کې د اجماع د له منځه وړلو سبب پخپله امريکا بولي.
ددې مفهوم د تفسير په هکله ويسا ورځپاڼې ذکر کړي دي چې امریکا په افغانستان کې د يوې خوا په دې باندې پوهېږي چې اشرف غني يو د ځان څخه راضي شخصیت دی د چا مشوره او خبره نه مني او ددې سره سره يې ملاتړ کوي په مقابل کې بيا د هغه کسانو ملاتړ ته هم دوام ورکوي چې په فساد او ويجاړیو کې ونډه لري.دوی وای چې که چرته حکومت غواړي کامیاب شي نو باید سیاسی اجماع باندې ډېر کار وکړي.