نړیوال خبرونه

ډاکټرعبدالله عبدالله اسلام اباد ته د خپل سفر په تر څ کې عمران خان سره لیدل کتل شوي

ډاکټرعبدالله عبدالله اسلام اباد ته د خپل سفر په تر څ کې عمران خان سره لیدل کتل شوي دهېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله اسلام اباد ته د رسمي سفر پر دویمه ورځ د پاکستان د سنا جرګې له مشر صادق سنجنراني سره ولیدل. او د هغې نه وروسته ېې بیا د لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدل کتل وشو.

ښاغلي عبدالله له سنجنراني سره په لیدنه د افغان سولې پر پروسې، ټرانزېټ او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړې.عبدالله د پاکستان سنا جرګې له مشر سره له لیدنې وروسته د پاکستان له وزیر اعظم عمران خان سره ولیدل او په یو لړ موضوعاتو سره خبرې وکړې. د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټرعبدالله عبدالله اسلام اباد ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه سفر وکړ.

ښاغلی عبدالله عبدالله په اولې لیدنې کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د دواړو ملکونو په هر اړخیزو اړیکو او سولې بهیر کې د پاکستان د رول په تړاو خبرې وکړې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې ویلي وو چې افغانستان کې سوله پاکستان کې د سولې په معنا ده. دا یې د وینا هغه ټکی دی چې افغانان یې په زړه کږه او په خوله خوږه ګڼړي.

د بهرنیو چارووزارت زیاته کړې وه، چې د سولې خپلمنځي مذاکرات تاریخي دي او باید له په لاس راغلي فرصت سمه ګټه پورته شي ، نوموړی وایي طالبانو سره یې هم په همدې تالار کې چې له عبدالله عبدالله سره ګوري، لیدلي دي، ورته یې ویلي چې جنګ ګټوونکی نه لري او د افغانستان سوله د خبرو او جوړ جاړي له لارې امکان لري.

ډاکټر عبدالله بیا شاه محمود قریشي ته ویلي وو، چې پاکستان ته دا ځل په بدلې روحیې سره اسلام اباد ته سفر کوي ، عبدالله د پاکستان له لومړي وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي او اوربند په تړاو له هڅو قدردانی وکړو او ویې ویل که په لاس راغلي فرصت نه په سمه توګه ګټنه وانه خیستل شي یو بل لوی بحران ته به لار خلاصه شي.

هغه د پاکستان له دولت مننه وکړه، چې طالبان یې د بین الافغاني خبرو ته وهڅول، خو ویې ویل مذاکراتښه روان دي او له بده مرغه د تاوتریخوالي کچه لا پسې زیاتیږي چې دا به د سولې بهیر ته لوي زیان رسوي عبدالله له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت کې یو نیالګی کېناوه.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر د لیدنو مهالوېش کې پلان شوې چې نوموړی به د پاکستان پوځ له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره په راولپنډۍ کې هم ملاقات ولري دې نه مخکې کله چې ولسمشر اشاف غني پاکستان ته د سفر پر مهال جي ایچ کیو ته تللی وو، نو سوشل ميډیا کې سختې نیوکې پرې وشوې،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button