Uncategorized

جوبايډن: ټول عسکر به داګست ٣١ پورې له افغانستان څخه اوباسو

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د اګست تر ۳۱مې نېټې پورې له افغانستانه د خپلو کسانو پر ویستلو یې کار روان دی خو نوموړي زیاته کړې چې هره ورځ د امریکایي سرتېرو لپاره خطر زیاتیږي نو څومره چی دغه کار ژر سر ته ورسیږي زمونږپه ګټه ګټه به وي.

جوبایډن د اګست پر ۲۴مه وویل، د خلکو د ويستلو عمل په چټکۍ سره روان دی، چې تر ټاکل شوې نېټې پورې به پای ته ورسيږي، خو د نوموړي په وينا د دغه عمل پر وخت سر ته رسېدل د طالبانو د همکارۍ په جاري ساتلو او هوايي ډګر ته پر اجازت ورکولو منحصره دی.بايډن وویل، طالبان په دې لړ کې له امریکا سره کار کوي خو زیاته یې کړه چې دا یو کمزوری وضعیت دی چې د ماتیدو جدي خطر لري.

له دې مښکې طالبانو ویلي ول، له افغانستانه د نړیوالو د وتلو عمل باید د اګست تر ۳۱مې پورې پای ته ورسيږي او پر واشنګټن یې غږ کړی وو چې د زیات هنرلرونکي او باصلاحیته افغانانو ویستل دې ودروي.د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر ۲۴مه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، امریکایان کولای شي چې د ټولو وسایلو په کارولو سره هغه ټول خلک چې له دوی سره تړاو لري، له دغه هېواده وباسي خو د نوموړي په وينا، دوی افغانانو ته له دغه هېواده د وتلو اجازه نه ورکوي او نه هم د نړیوالو د وتلو نېټه غځوي.

20210825 142251

ذبیح الله مجاهد وویل، په موجوده وخت کې افغانان کابل هوایي ډګر ته د تللو اجازه نه لري او هغه څوک چې پروازونو ته د رسېدو تمه لري، باید ونه ویریږي او پاتې شي.د طالبانو له وروستیو پرمختګونو او د کابل له نیولو وروسته نېږدې ۶۴ زره بهرنیان او افغانان د کابل هوايي ډګر له لارې له افغانستانه په الوتکو کې وتلي دي.

د متحده ایالاتو د لوی درستیز یا ارمي چیف د سیمه‌ییزو عملیاتو مرستیال مېجر جنرل هانک ټېلر د اګست پر ۲۴مه ناوخته په ویرجينیا کې يوې خبري غونډې ته وويل چې له افغانستانه يې يواځې په تېر يو شواروز کې ۲۱،۶۰۰ کسان راباسلي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button