نړیوال خبرونه

جوبایډن:د افغانستان نه د عسکرو ویستلو برخه کې د ولسمشر ټرمپ هم نظره یم

جو بایډن:د افغانستان نه د عسکرو ویستلو برخه کې د ولسمشر ټرمپ هم نظره یم د امریکا د دیموکرات ګوند د جمهوري ریاست کاندید جوزیف بایډن د چهارشنبې ویلي چي هغه دولسمشر ټرمپ سره له افغانستان اوعراقه د امریکايي عسکرو د وتلو په مورد هم نظری دی.

جو بایدن وویل«بلې هو، زه ورسره همنظره یم. خو ټرمپ باید د داعش د ځپلو لپاره یو عملي پلان وړاندي کړي. نوموړي څخه پوښتنه وشوه چې تاسو د امریکايي عسکرو په اړه څه نظر لری یعني په عراق او افغانستان کې وتل غواړی او که نه نو نووړي ځواب کې وویل چې هو ځه غواړم چې د افغانستان او عراق نه باید افغان عسکر وځي هغه وویل چې زه په دې برخه کې د ولسمشر ټرمپ سره په دې برخه کې هم نظری یم.

د امریکا ولسمشر غواړي چي د اکټوبر په آخرو ورځو کي په افغانستان کي د خپلو عسکرو شمېر له ۸۵۰۰ څخه ۴۰۰۰ او یا ۵۰۰۰ ته راکم کړي.رو  امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وایي، د بهرنیو چارو وزیر یې په یوه تاریخي سفر دوحې ته ځي تر څو هلته د طالبانو او افغان جهتونو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د پیلېدو په غونډه کې برخه واخلي.

ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې په وايټ هاوس کې یوې خبرې ناستې ته کړې. نوموړي ویلي، چې پمپیو به په یوه تاریخي سفر باندې دوحې ته ولاړ شي او هلته به د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په غونډه کې برخه واخلي او تر څنګ به یې موږ په نږدې راتلونکې د خپلو عسکرو شمېر څلور زره ته را کم کړو.

هغه وړاندې زیاته کړې، چې دولت یې له افغانانو سره له اوږدې مودې راهیسې مذاکرات کوي او له هغه وخته چې له طالبانو سره یې تړون توافق کړی ، په افغانستان کې مشکلات کم شوي او هيڅوک وژل شوي نه دي.د ټرمپ په خبره ، دا دده د حکومت د ډيپلوماټیکو هڅو پایله وه، چې ټول جهتونه مذاکراتو ته په یومېز کېناستل.

جو بایډن:د افغانستان نه د عسکرو ویستلو برخه کې د ولسمشر ټرمپ هم نظره یم
جو بایډن:د افغانستان نه د عسکرو ویستلو برخه کې د ولسمشر ټرمپ هم نظره یم

د یادونې وړده چې د ډېر ځنډ وروسته طالبانو او حکومت د خپلمنځي مزاکراتو ته چمتووالۍ خودلۍ. او د حکومت مزاکراتي ټيم نن د کابل هوايي ډګر ته رارسېدلي او ډېر ژر به د یو پرواز له لارې د دوحې پلازمینې قطر ته لاړ شي.دويي به هلته په دوحه کې سبا ورځ اول په یوې غونډې کې ګډون وکړي په دغه غونډې کې به د افغانستان د مصالحې شورا مشر هم ګډون وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button