نړیوال خبرونه

جوبایډن: خپل ټول ځواکونه به تر ١١ سپټمبره ووباسي

جوبایډن: خپل ټول ځواکونه به تر ١١ سپټمبره ووباسي.د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن ويلي، چې افغانان دې د خپلو ځواکونو ساتنه په خپله وکړي او دوی خپل پوځيان بېرته خپلو کورونو ته بيايي.

ولسمشر بایډن پرون په وایټ هاوس یا سپينه ماڼۍ کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د افغانستان په اړه د پوښتنې له ځوابولو ډډه وکړه او ويې ويل، چې دی د افغانستان په تړاو د نورو پوښتنو ځواب نه وايي او په دې اړه به راتلونکې اونۍ خبرې وکړي.بايډن دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې نن سهار ګڼو غربي رسنيو د امريکايي چارواکو په حواله ويلي و، چې امريکايي او ناټو ځواکونو د کابل په شمال کې تر ټولو ستره بګرام پوځي اډه له رسمي تشريفاتو پرته پرېښې ده.

د بګرام پوځي اډې له خالي کولو ښکاري، چې د ټولو بهرنيو پوځيانو د وتلو وخت رانږدې شوی دی.امريکايي او ناټو ځواکونو په داسې وخت کې بګرام پوځي اډه خوشې کړې، چې د هېواد په شمال، مرکزي ولايتونو او جنوب کې طالبانو بې ساري پرمختګونه کړي او په تېره لنډه موده کې يې لسګونه ولسوالۍ او پوځي قرارګاوې نيولي دي.

جوبایډن,افغانستان,سوله,امریکایی ځواکونه

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې د اعلانولو پر مهال ويلي و، چې دی نور د افغانستان جګړه پای ته رسوي او اعلان يې کړی و، چې د راتلونکي سپټمبر تر يوولسمې نېټې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

خو وروسته د پنټاګون سرچينو ويلي و، دوی هڅه کوي، چې د جولايي مياشت تر لومړيو ورځو خپل ټول ځواکونه او پوځي تجهيزات له افغانستانه وباسي.بګرام پوځي اډه په هېواد کې د امريکايي او ناټو ځواکونو تر ټولو ستر پوځي بېس و، چې د تېرو شلو کلونو پر مهال په کې زرګونه بهرني پوځيان مېشت و او د افغانستان ګوانتنامو» په نوم د بګرام تور زندان هم په کې و، چې زرګونه افغانان په کې بنديان وو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button