نړیوال خبرونه

جو بایډن د بریا اعلان

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشري ټاکنې دوه ورځې وړاندې ترسره شوې چې له ډیموکراټ ګوند څخه جو بایډن او جمهوریت غوښتوونکو څخه ډونالډ ټرمپ پکښي ګډون وکړ.خو د راپورونو له مخې په دغه ټاکنو کې تر دې دمه جوبايډن مخکې دی.

دسرچینیو له مخې د جو بایډن امنیت خوندیتوب لپاره امنیتي تدابیر زیات سوي ځکه چې هغه به ډیر ژر خپله په رسمي ډول سره اعلان کړي له همدې امله واشنګټن یوه راپور کې دېته اشاره هم کړې دهراپور زیاتوي چې د بایډن له ټاکنیز مرکز سره د امنیت ډیر ماموران لیدل کیږي چې چمتوالی يې نیولیامنیتي ادارو ډیر مالومات نه دي ورکړي او ویلي يې دي چې پټ مالومات نسي خپرولای د شمېرلو رایو له مخې بایډن د ټاکنیز کالچ ۲۵۳ او ډونلډ ټرمپ ۲۱۴ رایې تر لاسه کړي.

ښاغلۍ بایډن د بریا پر پوله ټرمپ سپینې ماڼۍ څخه د وتو حال کېد امریکا مشهوره ورځپاڼې واشګنټن پوسټ په تازه خپرونه کې ویلي چې د بایډن بریا یقیني ده ځکه د رایو پایلې يې ښې  دي دې ورځپاڼي ویلي د بایډن بریا یقیني ده، او ټرمپ په خپل دریځ کې یوازي دیدې ورځپاڼې په خپله مقاله کې ویلي چې جو بایډن د بریا پوړیو ته رسیدلی او نژدې ده چې بریالی سي خو ټرمپ له سپینې مانۍ څخه د وتو په حال کې دی

ورځپانې د ټاکنو په هکله د جمهوري غوښتوونکو او ټرمپ نظريې ته هم اشاره کړې چې ګوند يې د ټاکنو په هکله کومه نیوکه نلري او ټرمپ په خپل دریځ کې یوازي دی چې نیوکه لري، ځکه جمهوريت غوښتوونکې ځینې يې چپ او ځینې هغه څه غواړي چې ترسره کیږي

جوبایډن د بریا اعلان

د یاددونې وړ ده چې واشنګټن پوست وایي بایډن سپینې ماڼۍ ته د تګ لپاره لنډ دی چې په آسانۍ یې تر لاسه کوي او ژر به د ټاکنو پایله اعلان او بایډن به منتخب ولسمشر شي. اوسمهال رسمي ډول اعلان ندی شوی خو څينې سرچینی وايي ډېر ژر به د بایډن د بریا رسمي اعلان وشي او د نوي متتخب ریس جمهور په توګه حلف واخلي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button