جوبایډن: زمونږ عسکر خپله موخو ته رسېدلي دی باید نور افغانستان پرېږدي

جوبایډن : زمونږ عسکر خپله موخو ته رسېدلي دی اوس باید نور افغانستان پرېږدي.دامريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن کانګريس ته په خپلې وينا کې د نورو موضوعاتو سربېره د افغانستان شل کلنې جګړې د ختمولو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي ويلي چې امريکايي پوځيانو هلته خپلې موخې تر لاسه کړي دي او نور بايد دا جګړه پای ته ورسيږي.جو بايډن په تېرې جنورۍ کې د ولسمشر په توګه له لوړې وروسته دا لومړی ځل دی چې د کانګريس دواړو جرګو ته يې وينا وکړه.هغه د نورو موضوعاتو سربېره د افغانستان شل کلنې جګړې پای ته رسولو ته په اشاره وويل، چې امريکايي ځواکونو القاعده ډله له منځه وړې،
هغه ویلي د القاعده مشر اسامه بن لادن يې وواژه او نور د دې وخت را رسېدلی، چې امريکايي عسکر خپلو کورونو ته ستانه شي.جو بايډن وويل، چې امريکايي ځواکونه به د سپټمبر تر ۱۱مې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.د امريکا ولسمشر زياته کړې، چې د امريکايي ځواکونو هدف د اسامه بن لادن وژل او د القاعدې ډلې له منځه وړل و، هغه هدف تر لاسه شوی او اړينه نه وه، چې هلته دې څو نسله جګړه دوام وکړي.
ښاغلي بايډن څو ورځې وړاندې هم د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې د اعلانولو پر مهال ويلي و، چې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې خپل هدف تر لاسه کړی او د پخواني حکومت له لوري ده ته په ميراث کې د دوحې تړون پاتې دی او دی هم ورته ژمن دی.

امريکا او طالبانو د تېر کال په فبرورۍ کې د دوحې تړون باندې توافق ته ورسېدل، چې له مخې يې ټول امريکايي ځواکونه بايد د روان کال د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وتلي وای، خو جو بايډن په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې امريکايي ځواکونه به د مې له لومړۍ نېټې له افغانستانه وځي او د سپټمبر تر ۱۱مې به ټول عسکر افغانستان تر کړی.