ځایی

جوزجان کې سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی

ځايي طالب چارواکي وايي، چې جوزجان کې وروستیو سېلابونو دوه کسان کړي دي

په جوزجان کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو دوه کسان مړه کړي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې ده.

په جوزجان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي سراج‌الدین سراجي دوشنبه د غويي پر ۱۷مه ویلي چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې سېلابونو دوه زلموټي مړه کړي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه، عمومي او فرعي سړکونه او د اوبو چکډيم ته یې زیان اړولی دی.

زیانمنو سیمو ته د طالبانو تیاری

نوموړي طالب چارواکي زیاته کړې: «په دغه ولایت کې خواجه دوکوه، درزاب او قوش تېپه هغه ولسوالۍ دي چې سېلابونو ډېر زیان وراړولی او د مرستو رسولو لپاره اړین تیاری په پام کې نیول شوی دی.»

نور ولولئ: طالبان: هېواد کې سېلابونو ۳۳ کسان مړه او ۶۰۰ کورونه ویجاړ کړي

نور ولولئ:  په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

په جوزجان کې لوړپوړو طالب چارواکو له سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې؛ خو تراوسه د سېلاب ځپلو لاسنیوی شوی نه دی، خو دوی ټینګاړ کړی دی، چې اړین تدابیر یې نیولي دي.

6 (1)
په هېواد کې وروستي سېلابونه

ورښتونو او سېلابونو له څو ورځو راهیسې ۱۰ کسان وژلي

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په روزګان، هرات او هلمند کې ورته طبیعي پېښو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي و.

په غور کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست هم ویلي چې په په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له کبله یو زر او ۷۳ کورنۍ له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي او په پرانېستي چاپيریال کې ژوند کوي.

په دې وروستیو څو اوونیو کې په افغانستان، پاکستان او ځینې نورو ځایونو کې ګڼ شمېر خلک د سېلابونو او زیاتو اورښتونو له امله وژل شوي. له څو اوونیو راهیسې په افغانستان او پاکستان کې په پرلپسې ډول راپورونه ورکول کېږي او پکې ویل کېږي، چې سېلابونو د خلکو مالونو او ځانونو ته سخت زیان اړولی دی.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې یوازې په میدان وردګو ولایت کې د هوا په تودېدو سره سخت بارانونه وشول او په نتیجه کې یې تر دېرشو پورې کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. تر دې وړاندې په راپورونو کې ویل شوي چې ۲۹ کسان په ټول افغانستان کې د اورښتونو له امله وژل شوي او د اوچا د راپور په اساس په افغانستان کې وروستیو اورښتونو ۳۲ کسان وژلي او ګڼو نورو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button