Uncategorized

جو بایډن د متحده ایالاتو د جمهور ریس په توګه لوړه وکړه

جو بایډن د متحده ایالاتو د جمهور ریس په توګه لوړه وکړه جو بایډن د چهارشنبې په ورځ د جنوري میاشتې په ۲۰تاریخ وايټ هاوس کې د امریکا متحده ایالتونو د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.نوموړی ۴۶م منتخب ولسمشر شو.

دغه په مراسمو کې د پخواني جمهور ریسانو اوباما، بوش او بل کلنټن په شمول د کانګرس غړو او ګڼو نورو دولتي اعلی چارواکو ګډون کړی و.په یادو مراسمو کې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تمې خلاف ګډون ونکړ، هغه د امریکا په ۱۵۰ کلن تاریخ کې لومړی ولسمشر شو چې د لوړې په مراسمو کې یې ګډون ونه کړ.ښاغلی جوبایډن ترڅنګ کماله هاریس هم د مرستیالې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه، هغه لومړنۍ اسیایي-افریقایي نژاده ده چې د امریکا په تاریخ کې مرستیاله ولسمسره منتخب کیږي.

د ښاغلي بایډن د لوړې له مراسمو وروسته د امریکا ولس ته په خطاب کې وویل، دا د امریکا ورځ ده، د دیموکراسۍ او جمهوریت ورځ ده، نن موږ د یوه کاندید بریا نه لمانځو بلکې یو هدف لمانځو، د دیموکراسۍ هدف.هغه زیاته کړه، «د توکمیز تبعیض پای ته رسولو خوب نور نشي ځنډیدلی، نن ورځ زما روح د ملي یووالي او توکمیز یووالي هدف سره تړلی دی، پوهیږم زموږ د ویشلو قوتونه ژور او یو واقعیت دی خو دا نوې خبره نه ده، مبارزه تلپاتې وي خو د بریا تضمین حتمي نه دیباید تل مبارزه وشي.

بایډن دویناپرمهال په دې زور وکړ چې د اختلافي ستونزو یوازینۍ حل لاره د خبرو لاره ده، ددې لپاره په اتحاد کېدل تر ټولو اړین دي.د جنوري میاشتې په ۶مه نېټه د امریکا پر کانګرس ماڼۍ د ټرمپ پلویانو یرغل کړی و چې له کبله یې د جو بايډن د لوړې مراسم محدود کړل شوي وو، دغه راز د سپينې ماڼۍ شاوخوا ۲۵ زره پوځیان او ملي ګارد د خطر مخنیوي لپاره نیول شوي.

دا هم ولولئ:  حکومت:د سولې خبرو کې پر مختګ ندی شوی
جو بایډن د متحده ایالاتو د جمهور ریس په توګه لوړه وکړه
جو بایډن د متحده ایالاتو د جمهور ریس په توګه لوړه وکړه

د یادولو وړ ده چې ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له خپلې میرمنې سره سپينه ماڼۍ پریښوده او فلوریډا ایالت ته ولاړ، هغه په خپله وروستۍ ورځ ۷۳ کسانو ته عفوه اعلان کړه.نوموړی ویلي چې واک پریږدي خو د قضېې چلولو لپاره له کورټ ته زي اږ د جعلي رایو پوښتنه به ضرور کوي.

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button