نړیوال خبرونه

جو بایډن نن دافغانستان په اړه کانګرس ته مهمه وینا کوي

جو بایډن نن دافغانستان په اړه کانګرس ته مهمه وینا کوي.ده چې د اپریل پر ۲۸ نېټه د امریکا جمهور ریس جوبایډن د امریکا کانګرس ته وینا وکړي او دافغانستان په اړه مهمې خبرې وکړي کانګرس له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتلو سره متفق ندی.

تردې دمه ښکاره نه ده چې جوبایډن به د دې سیمې او افغانستان په اړه مهم څه ووايي خو نظریات موجود دي چې بایډن به د سرتیرو وتلو سره سره بیا هم له افغانستان سره پاتي شي.سبانۍ خبرو کې به بایډن د افغانستان او د دې سیمې په هکله خپله پالیسي اعلان کړي او له د امریکايي ځواکونو وتلو وروسته به د افغانستان د راتلوونکې په هکله حتمي ښه پریکړه کوي

ښاغلی جوبایډن د خپلو سرتیرو وتلو وروسته هم په افغانستان کې خپلو سټراتژیکو او سیاسي هلو ځلو ته دوام ورکوي او داهېواد له خپل حضور نه خالي نه پریږدي.موده مښکې د امریکا یو شمېر  مشهورو رسنیو د یو شمېر قوي سرچینو په حواله وویل چې بایډن په اصل کې د افغانستان جګړه نه ختموي بلکې دا جګړه قرار دادیانو ته ورکوي او د سرتیرو وتلو وروسته به د سي ای اې پراخ حضور وي.

5 750x430 1

که چرته همداسې فکر وکړو هم شک نه دی پکار ځکه افغانستان د سي ای اې مشر پت سفر دا باورونه نور هم قوي کړي او ښايي د خپل اسختباراتي حضور او پټو کارونو له امله افغانستان ته سفر کړی وي.د ښاغلي برنز سفر افغانستان ته یوه اونۍ وروسته رسنیز سو او د افغان دولت چارواکو هم له یوې اونۍ ځنډ وروسته دا اعلان وکړ،

دجوبایډن سبانۍ وینا ته ښايي د افغانستان په ګډون د پاکستان او د نورو سیمه ییزو هېوادونو سیاسون هم غلي وي چې بایډن به څه پریکړه کوي.بایډن چې يې نن وايي مهمه ده ځکه دوی د لته نور پوځي حضور پای ته رسولی او تمه ده چې له نورو لارو د افغانستان هومره مرسته وکړي لکه دپوځې حضور وخت کې يې کوله.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button