لوبې

جو روټ په ټیسټ کرکټ کې یو مهم پړاو ته نږدې دی

د انګلستان ټیسټ لوبډلمشر جو روټ په ټیسټ کرکټ کې یو مهم پړاو ته نږدې شوی دی. هغه یوازې ۱۱۶ منډو ته اړتیا لري ترڅو ۱۰۰۰۰ منډې پوره کړي. که روټ دا کارنامې ترسره کړي، نو هغه به دویم انګلینډي توپ وهونکی وي چې په ټیسټ کرکټ کې به لس زره یا زیاتې منډې پوره کوي او په ټولیزه توګه به ۱۴م لوبغاړی وي.

د انګلستان پخواني لوبډلمشر الیسټر کوک تر ټولو زیاتې ۱۲۴۷۲ منډې جوړې کړې دي او د انګلستان لپاره لومړی لوبغاړی ګڼل کېږي، خو روټ هم کولی شي چې د نوموړي ریکارډ مات کړي.

د هند سچن ټنډولکر په ټیسټ کرکټ کې تر ټولو زیاتې ۱۵۹۲۱ منډې جوړې کړې دي. هغه لوبفاړي چې ۱۰۰۰۰ یا تر دې زیاتې منډې یې جوړې کړې دي، په هغې کې د استرالیا او هند ۳-۳، سریلانکا او ویسټ انډیز ۲-۲ او پاکستان، سویلي افریقا او انګلستان ۱-۱ شامل دي.

نور یی ولوله | سره میاشته: د درملنې لپاره ۹۰ تنه افغان ناروغ ماشومان جرمني ته ولیګدول شول

د استرالیا ریکي پونټینګ په ۱۳۳۷۸ منډو سره دویم، د سویلي افریقا جیک کالیس د ۱۳۲۸۹ منډو په جوړولو سره دریم او د هند راهول ډراویډ په ۱۳۲۸۸ منډو سره څلورم ځای لري. د سریلانکا کمار سنګاکارا په ۱۲۴۰۰ منډو سره شپږم، د ویسټ انډیز براین لارا د ۱۱۹۵۳ منډو په جوړولو اووم او د ویسټ انډیز شیو نارین چندرپال د ۱۱۸۶۷ منډو په جوړولو اتم ځای لري.

د سریلانکا مهیلا جېوردني د ۱۱۸۱۴ منډو په جوړولو سره نهم او د استرالیا ایلن بارډر د ۱۱۱۷۴ منډو په جوړولو سره لسم ځای لري. د اسټرالیا سټیو وا د ۱۰۹۲۷ منډو سره په ۱۱م، د هند سنیل ګواسکر د ۱۰۱۲۲ منډو سره په ۱۲م او د پاکستان یونس خان د ۱۰۹۹ منډو سره په ۱۳م ځای دی.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button