نړیوال خبرونه

سره میاشته: د درملنې لپاره ۹۰ تنه افغان ناروغ ماشومان جرمني ته ولیګدول شول

د افغان سرې میاشتې ټولنه: د جرمنې د سولې کلي موسسې په مرستۍ یې ۹۰ تنه ناروغ افغان ماشومان د درملنې لپاره دغه هیواد ته ولېږل. د افغان سرې میاشتې ټولنې نن پنجشنبه په دې اړه مراسمو کې وویل چې دغه افغان ماشومان ډېر سخت ناروغان وه او یا سخت سوي و او د هډوکو ماتېدو په ناروغیو اخته و.

د سرې میاشتې مسؤلینو د معلوماتو په اساس، وروسته تر هغه چې دغه ماشومان د سولې کلي موسسې د ډاکترانو لخوا معاینه او په داګه شول تر هغه وروسته د لا درملنې لپاره جرمني ته واستول شول.

د افغان سرې میاشې د بهرنیو اړیکو رئیس ښاغلي غلام حبیب وویل: “د افغان سرې میاشتې ټولنه هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو څخه د بېوزله او ناچاره کورنیو د ماشومانو د درملنې په برخه کې کمک وکړي.” پر همدې مهال ۱۹ تنه افغان ماشومان چې د درملنې لپاره جرمني ته لېږل شوي، تر درملنې وروسته بیرته افغانستان ستانه شوي او خپلو کورنیو ته تسلیم شوي دي.

نور یی ولوله | د نجونو د ښوونځيو تړلو له کبله پر طالبانو سختې نيوکې شوې

د افغان سرې میاشتې ټولنې ۳۲ کاله مخکې د جرمنې د سولې کلي موسسې سره د دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسلیک کړی دی او له هغه وخت څخه بیا تر دا مهاله څه باندې ۴۵۰۰ د سوي او د هډوکو ماتېدونکو ماشومانو درملنه یې کړې ده. د سرې میاشتې ټولنې مسؤلین وايي، چې په راتلوونکې کې به د سوي او هډوکو ماتېدو په ناروغیو اخته ماشومانو درملنې ته دوام ولري.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button