نړیوال خبرونه

حامدکرزی:طالبان په سوله پوره باور لري

حامدکرزی: طالبان په سوله پوره باور لري د افغانستان پخوانی ولسمشر «حامد کرزی» وایي، طالبان د نورو افغانانو په څېر پر سوله بشپړ باور لري او د افغانستان د خپلواکي غوښتونکي دي. نوموړۍ وايي د سوله شته فرست نه باید پوره ګټه پورته شي.

ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له «دویچه ویله» راډیو سره په تازه مرکه کې کړې.هغه ویلي، چې طالبان د افغانستان بچیان دي، چې د نورو افغانانو په څېر یې درد لیدلی او په سوله بشپړ باور لري « په ټوله مانا په سوله باور لري او د افغانستان د خپلواکۍ غوښتونکي دي، هغوی هم دافغانستان د نورو خلګو په څېر درد لیدلی، واړه ماشومان یې ورته پارچه پارچه شوي، ژوند یې خراب شوی.

نوموړي ددې تر څنګ د خپلمنځي مذاکراتو بریا ته هیله ښودلې او ټینګار یې کړی، چې هیڅ لوری باید د مذاکراتو ناکامي په ذهن کې ونلري او یوازې د بریا لپارهکاروکړي. هغه وايي چې داسې فرست افغانستان لپاره لومړۍ وار رامنځته شوی او باید دا فرست ضایع نه کړل شي نوموړي په دواړو لوریو غږکړی چې دسولې مزاکرات په سولیزه او ښه فضا کې ترسره کړۍ او لونړۍ اسانه خبرو ته د خل لاره اوګوري.

کرزي ددې پوښتنې په جواب کې چې ولې يې د خپلې واکمنۍ په دوره کې د طالبانو د سیاسي دفتر له خلاصون سره مخالفت وکړ؛ وویل، چې هغه مهال حکومت د افغانستان په ټوله ځمکه واکمن وو او تر څنګ یې د امریکا په نیت شک ددې لامل شو، چې د طالبانو له سیاسي دفتر له خلاصېدو سره مخالف شي.

د هغه په خبره ، په مذاکراتو کې د بیان ازادي، مدني حقونه، د نجونو او هلکانو د تعلیم حق  او ملي حاکمیت هغه څه دي، چې باید معامله ورباندې ونشي.نوموړي همداراز وویل چې د سولې مزاکراتو کې باید د عامو افغانانو حق هم خوندي شي او ټول افغانان باید د سولې نه وروسته په ارامه فضا کې ژوند وکړۍ شي. داسې هیځ بهانه باید پاتې نشي چې سوله پکې ټکنې شي.

د کرزي له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په قطر کې د طالبانو او افغان جهتونو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي او تمه ده په نږدې ورځو کې دواړه لوري رسماً مخامخ خبرو ته کښېني.طالبان وایي، د مذاکراتو بریا ته هیلمن دي او په دې برخه کې به خپل مسئولیت په ښه توګه اداء کوي.

د یادونې وړ ده چې په سوشل ميډيا کې هم د افغان سولې په اړه د عامو افغانانو لخوا مختلف نظریات وړاندې کیږي دويي په ځانګړي ډول فیسبوک کې لیکنې کړي او ویلي دا فرست باید پّ سمه توګه وکارول شي دويي خوشبین دي چې که مزاکرات کامیاب شي او پایداره سوله راشي نو مونږ به د ګاوندیو د احتیاج نه ازاد شي اويي وايي چې که سوله راشي نو به د بدخشان او نوریستان سیل وکړو او د افغانستان ښکلانه به خوند واخلو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button