حامد الحق خاورو ته وسپارل شو، خو د حقانیه مدرسې مرستیال څوک شو؟

رشید الحق، د خپل ورور حامد الحق تر وژل کېدو وروسته، د حقانیه دارالعلوم د نوي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
دا پرېکړه د حامدالحق د جنازې د مراسمو پر مهال اعلان شوه، چې د اکوړې خټک په حقانیه دارالعلوم کې د زرګونو پلویانو په حضور کې وشوه.
د پاکستان د ایکسپریس نیوز د راپور له مخې، د حقانیه کورنۍ استازي عرفانالحق او د دارالعلوم غړو دا ټاکنه د پراخې غونډې په وړاندې تایید کړه او اعلان یې وکړ چې دا پرېکړه د اجماع او اتفاق له مخې شوې ده.
نوموړي همداراز د عبدالحق ثاني د سیاسي ځایناستي په توګه ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ چې د حقانیه کورنۍ به د «اسلامي عدالت او رفاه» لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
مولانا رشید الحق په خپله وینا کې وویل: «دا هېواد زموږ دی، او زموږ نیکونو د دې د ساتلو لپاره خپلې سرښندنې کړي دي.»
په دغو مراسمو کې، مولانا عبدالحق ثاني هم وینا وکړه او ویې ویل چې د حقانیه کورنۍ «هیڅکله د حق لاره نه پرېږدي» او «له ګواښونو او بریدونو څخه به منحرف نه شي.»
هغه زیاته کړه: «تر هغه چې د حقانیه کورنۍ یو غړی هم ژوندی وي، موږ به د مولانا سمیع الحق ماموریت ته دوام ورکړو او هیڅکله به د اسلامي ارزښتونو پر وړاندې معامله ونه کړو.»
د حامدالحق حقاني سیاسي ځایناستي، د خپل پلار د جنازې مراسمو ته په وینا کې ژمنه وکړه چې په پاکستان کې به اسلامي نظام نافذ کړي.
هغه د زرګونو پلویانو په وړاندې اعلان وکړ: «موږ به په پاکستان کې اسلامي نظام نافذ کړو. پاکستان د چا شخصي ملکیت نه دی؛ دا پاکستان زموږ دی. موږ به د خپلو شهیدانو د وینې بدل واخلو.»
د جنازې تر پای ته رسېدو وروسته، مولانا حمید الحق په حقانیه دارالعلوم کې د خپل پلار، مولانا سمیع الحق د قبر تر څنګ خاورو ته وسپارل شو. دا مراسم په پېښور کې د طالبانو د سرقنسول په شمول د ګڼ شمېر خلکو په حضور کې ترسره شول.