افغانستان

حامد کرزی؛ افغانستان کې ملي جوړجاړي ته باید لار هواره شي

د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر، تاکایوشي کورومیا سره کتنه کې، افغانانو سره د جاپان له مرستو مننه کړې ده.

حامدکرزي ویلي، چې جاپان په ځانګړې توګه په روزنه او روغتیا برخه کې پراخې مرستې کړې دي او د دواړو هېوادونو اړیکې یې تاریخي او دوستانه بللې دي.

حامد کرزی: طالبان دې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د نوم ساتلو هڅه وکړي

په ورته مهال د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې افغانستان د ټولو ګډ کور یاد شوی او ټینګار شوی، چې ملي جوړجاړی د تلپاتي ثبات او سولې لپاره غوره لاره ده.

پر ملي روغې جوړې د پخواني ولسمشر ټینګار داسې مهال دی، چې طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسې بین الافغاني خبرو ته لاره نه ده پرانیستې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ وروستي پرېکړه لیک هم له طالبانو وغوښتل چې، په افغانستان کې ټولګډونی حکومت جوړ او د بشري حقونو په رعایت سره کړې ژمنې پوره کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button