نړیوال خبرونه

حامد کرزی اسلامي امارت ته؛ اجازه ورکړئ چې نجونې ښوونځي ته لاړې شي

دوه سوه شل ورځې کېږي چې په افغانستان کې د لوړو زده کړو او لېسو نجونو ښوونځيو ته د تګ مخه نيولې ده. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له اسلامي امارت غوښتي چې ژر تر ژره دې نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي.

له بي بي سي سره په مرکه کې ښاغلي کرزي د اوسني حکومت پرېکړه چې د نجونو د لېسو د تړلو په اړه يې کړې وه، بې بنسټه وبلله او ټينګار يې وکړ، چې د افغانستان خلک اجازه نه ورکوي،چې نجونې یې ښوونځیو ته له تګ نه محرومې شي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، تر څو چې نجونې ښوونځيو ته ولاړې نه شي، د هېواد د راتلونکي تضمين هېڅ لاره نشته. دا ممکنه نه ده؛ “د افغانستان خلک اجازه نه ورکوي چې خپلې لوڼې له زده کړو بې برخې شي او زه ډاډه یم چې ښوونځي به پرانیزي او دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک یې په ښکاره ډول غواړي.” په همدې حال کې د بشري حقونو د څار اداره وايي، که په افغانستان کې نجونو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شي، په افغانستان کې به د کم عمره ودونه په بې ساري ډول زیات شي.

د بشري حقونو د څار اداره په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو په برخه کې د نړۍ پر کړنو نیوکه کوي. د دې ادارې مرستیال حیدربربر وویل، «نړیواله ټولنه د افغان نجونو د زده کړې حق څاري. په ټول افغانستان کې په زرګونو نجونې له کلونو راهیسې له ښوونځیو بهر دي. هغه څه چې دوی نشي کولی بیرته راوړي. “موږ پوهیږو چې د نجونو د ښوونځیو د تړلو اغیزې به د کم عمره ودونو او اجباري ودونو زیاتوالي، او همدارنګه په لومړنیو ښوونځیو کې د نجونو په اړه منفي اغیزه وکړي ځکه چې دوی هیڅ راتلونکی نلري.”

د اسلامي امارت دغه پریکړه چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته ښوونځي ته د تلو اجازه نه ورکوي، د پراخو نړیوالو غبرګونونو ترڅنګ په هیواد کې دننه هم له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

يو شمېر سياستوالو، د مدني ټولنې فعالانو او ديني عالمانو په جلا جلا غونډو کې د نجونو د ښوونځيو د ژر تر ژره پرانيستلو غوښتنه وکړه.

استاد عمرزاده وویل: «موږ له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې په هېواد کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانستل شي، ځکه د ښوونځیو تړل نه یوازې نجونې له زده کړو څخه بې برخې کوي، بلکې د حکومتدارۍ د دوام لپاره هم ښه نه ديیونیسف مخکې هم په افغانستان کې د نجونو د منځنیو او لېسو د تړل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې تعلیم باید د سیاست یرغمل نه شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button