ځایی

حامد کرزی: افغانستان کې باید نجونو ته د زده‌کړو حق ورکړل شي

پخواني ولسمشر کرزي د ماشوم نړیوال ورځې په پار خپاره کړي پیغام د نجونو د زده کړو غوښتنه کړې

حامد کرزي په خپل دغه پیغام کې ویلي چې نجونو ته باید په افغانستان کې د زده‌کړو حق ورکړل شي او دا یې د دوی مسلم حق بللی دی.

حامد کرزي بار، بار له واکمنو طالبانو غوښتي چې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي او په ورته وخت کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، خو طالبانو دده غوښتنو ته کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د ښځو او نجونو پر وړاندې د زده‌کړو د دروازو تړل کېدل

طالبان په افغانستان کې بیا واک ته په رسیدو د ښځو ضد تګلاره کې د دوی پر مخ د کار او زده‌کړو مخنیوی وکړ چې د دوی دغه اقدام په کورني او نړیواله کچه غبرګونونه راپارول.

نور ولولئ: کرزی د نجونو ښوونځي نه پرانیستل به هېواد ته ډېر زیان ورسوي

ځینو نړیوالو بنسټونو د طالبانو دغه اقدام د جنسیتي تبعیض په توګه تعریف کړ او ویې ویل چې دوی د جنسیتي تبعیض په جرم مرتکب دي، خو له دې ټولو سره سره بیا هم طالبانو د ښځو پر وړاندې نرمښت نه دی ښودلی بلکې لا نور یې هم پر ښځو لګولي بندیزونه زیات کړل.

نور ولولئ: حامد کرزی: د م.م. د سیاسي دفتر له سیاسي مرستیال سره مو ولیدل

د ښځو د کار او زده کړو په اړه د اسلامي نړۍ علماوو او افغاني دیني علماوو پر طالبانو غږ وکړ چې ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړي، ځکه دادوی شرعي حق دی، خو له دې سره سره بیا هم طالبانو یوازې د ښځو ضد تګلارې باندې غور کړی او له خپلې پرېکړې په شا شوي نه دي.

د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې د ښځو غبرګونونه

د طالبانو پر ضد ګڼو معترضو ښځو غبرګونونه وښودل، خو ددې پر ځای چې ښځو ته اساسي حقوق ورکړل شي، د طالبانو لخوا ونیول شوې، زنداني او شکنجه شوې.

راپورونه وايي چې لا هم په مدني حرکتونو کې نیول شوي ښځې په زندانونو کې پرتې دي او د طالبانو تر شکنجو لاندې ساه اخلي.

له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند په اړه نړیوالو سازمانونو، بشري حقونو سازمان او نورو بنسټونو سخت غبرګونونه وښودل، خو لا هم د طالبانو په نیولي دریځ کې بدلون نه دی راغلی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button