افغانستان

حامد کرزی: افغانستان کې ملي تفاهم او د زده کړو د دروازو پرانیستل مهم دي

اړوند خبر:

حامد کرزی؛ افغانستان کې ملي جوړجاړي ته باید لار هواره شي

د افغانستان ‏پخواني ولسمشر، حامد کرزي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت په خپاره کړي بیان کې افغانانو ته پر زده کړو او ملي تفاهم ټینګار کړی دی.

کرزي دې لاره کې د هېواد د ټولو «شهیدانو» روح ته دعا کړې او ټینګار یې کړی، چې افغان ولس په عزت او قوي ارادې سره د ملتونو منځ کې د مناسب ځای ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړه.

د نوموړي په باور دا ارزښتناک میراث ساتل او نسلونو ته سپارل هغه وخت ممکن دي، چې افغانستان د ټولو افغانانو د ګډ کور په توګه له دایمي سولې او ثبات برخمن وي او خلک زده کړې وکړي.

حامد کرزي زیاته کړې، چې د افغانانو ترمنځ د ملي اتحاد او یووالي د پیاوړتیا او د بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي لپاره ملي تفاهم حتمي او اړین دی.

دا هغه څه ته اشاره ده چې طالبانو تېرو څلورو کلونو کې رامنځته نه کړ.

نن د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶مه کلیزه ده چې شاه غازي امان الله خان د افغان ملت په سختو قربانیو او سرښندونو په ۱۹۱۹ کال کې له انګرېزي ښکېلاکه اعلان کړه.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button