نړیوال خبرونه

حامد کرزی: دسولې پروسه کې باید د سیمي هېوادونه همکاري وکړي

حامد کرزی: دسولې پروسه کې باید د سیمي هېوادونه همکاري وکړي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې ویلي، د افغانستان خلک د سولې د تامین او د وژنو د درېدلو ته هیله مند دي.

ښاغلي کرزي ویلي اوس ددې لپاره اړینه ده چې امریکا د سیمې له سترو هیوادونو سره همکاري زیاته کړي.د ښاغلي کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې کرزي په افغانستان کې د سولې په تامین، په دې برخه کې د خنډونو د له منځه وړلو او د جګړې پر ژر بندیدو ټینګار وکړ.هغه وویل د جګړې دوام ښای نور مشکلات رامنځته کړي.

د رسنیو پر بنسټ، د لیدنې په مهال کرزي ټینګار کړی د سولې پروسې د بریا لپاره دې امریکا د سیمې له سترو هیوادونو سره همکاري زیاته کړي.د ښاغلي زلمی خلیلزاد او کرزي لیدنه داسې مهال ده چې په دوحه کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پیل شوی دی

20210302 153908

اوسمهال خلیلزاد د یادو مذاکراتو د چټکتیا په موخه د سیمې د هیوادونو په سفر وتلی.خلیلزاد تر کرزي وړاندې له غني او عبدالله سره هم لیدلي، او د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه ورسره غږیدلی.نوموړی نن له صیاف او عمر زاخیلوال سره هم لیدلي دي. او د سولې په اړه ېې راتلونکي پلانونه په اړه خبرې شوي دي.

د یادولو ده چې نوموړی په دې وروستیو کې په امریکا کې وو او د سولې لپاره ېې هیڅ ډول فعالیت نه کاوه خو د امریکا نوی ولسمشر جوبايډن حکومت لخوا چې ورته د خپلو کارونو دوام په اړه وویل شو نو نوموړی خپل سفررونه یو ځل بیا سیمې ته سفرونه پیل کړل او د سولې روان بهیر د ملاتړ د جزبولو په اړه ېې خلکو سره ناستې پیل کړې.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button