حامد کرزی: طالبان دې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د نوم ساتلو هڅه وکړي
پخواني ولسمشر کرزي له طالبانو غوښتي چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان ځای ساتلو هڅه وکړي
ښاغلي کرزي په یوه ټویټ کې ویلي چې طالبان باید په نړیوال نظام کې د افغانستان د ځای ساتلو هڅه وکړي او تر څنګ یې د هغه پرېکړهلیک د تصویب هر کلی کړی چې اوونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا تصویب شو.
پخواني ولسمشر حامد کرزي له شاوخوا يوې اونۍ ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د وروستي تصويب شوي پرېکړه لیک هرکلی کړی.
نوموړي په يوه پيغام کې له واکمنو طالبانو غوښتي، چې په نړۍوال نظام کې دې د افغانستان د نوم ساتلو لپاره هڅې وکړي.
حامد کرزي دا پرېکړهلیک ستایلی دی
د ملګرو ملتونو امنيت شورا په يوه تصويب شوي پرېکړه لیک کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کړې.
د افغانستان مخکني ولسمشر نن دوشنبه د يوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د وروستي تصويب شوي پرېکړه لیک هرکلی کړی دی.
نوموړي دغه پرېکړه ليک د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ، ځمکنۍ پشپړتيا او ملي يوالي ته درناوی بللی.
کرزي دا پرېکړه پر ځای او خپلواکه بللې
نوموړي لیکلي: «د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۲۷۲۱ نمبر پرېکړه هرکلی کوو. په دې پرېکړه لیک او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواکې ارزونې په راپور کې د ملي تفاهم او د خلکو د ارادې استازیتوب په هېواد کې د دایمي سولې او د ثبات ټینګښت ته لاره هواروي.»
هغه د ماشومانو، ښځو او نارينه لپاره د زده کړو فرصت هېواد او ټولنې ته د پرمختګ په معنا بللی دی.
نور ولولئ: کرزی: نړیوال باید د طالبانو نظام چپه نه کړي
نور ولولئ: سپنتا وايي چې کرزی د طالبانو د بندي په څېر دی
حامد کرزي له خلکو او واکمنو طالبانو غوښتي، چې د سولې په نړۍوال نظام کې دې د افغانستان د نوم ساتلو لپاره هڅې وکړي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د روسيې او چين له خوا په دوو ناتایید او ۱۳ موافقو رايو سره نوی پرېکړه لیک تصويب کړ.
په پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه غوښتل شوي، چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي.
ځانګړى استازى به له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل او دغه راز په دغه هېواد کې د ښکېلو سياسي لوبغاړو د همغږي کولو مسووليت ولري.
خو طالبانو بیا ددې پرېکړهلیک په غبرکون کې له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ونه ټاکي.