کورني خبرونه

حامد کرزی: له افغانستان سره د جاپان د څه باندې ۷ میلیون ډالرو مرستې هرکلی کوو

پخواني ولسمشر کرزي د جاپان د هغه څه باندې ۷ میلیون ډالرو د مرستې هرکلی کړی چې له افغانستان سره یې کړي دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان سفارت له‌خوا د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې له پروګرام سره په ښاري سیمو کې د زیانمنو خلکو د ژوند او چاپېریال د ښه‌والي په موخه د ۷،۳۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت د یوه تړون د لاسلیک کولو هرکلی کړی.

جاپان سفارت تېره ورځ دوشنبه د (تلې ۱۶مه) په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې له پروګرام (یو این هبیتات) سره دغه تړون لاسلیک کړی.

ترسره شوي مرسته د څه لپاره ده؟

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام ویلي چې د دغې پروژې له لارې به په کابل او هرات کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان د ژوندانه له لومړنیو خدمتونو، روغتیا او بیارغولو له خدمتونو برخمن شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، په افغانستان کې د درېیو لسیزو جګړې له امله رامنځته شوي بشري او اقتصادي وضعیت او طبیعي افتونو له امله خلکو ته زیانونه اوښتي او اړتیاوې یې زیاتې شوې دي.

نور ولولئ: حامد کرزی: افغانستان کې باید نجونو ته د زده‌کړو حق ورکړل شي

نور ولولئ: حامد کرزی: طالبان دې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د نوم ساتلو هڅه وکړي

د دغه پروګرام د معلوماتو له مخې د دغې پروژې په ټاکل شویو سیمو کې د هرات زلزله‌ځپلې سیمې هم شاملې دي. کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشی کورومیا هم وایي چې، هېواد یې د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی.

د یادو مرستو د تړون لاسلیکېدل

دغه تړون لیک د دوشنبې په ورځ په کابل کې د جاپان سفارت او د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یو این هبیتات) ترمنځ لاسلیک شو او ویل شوي چې بل هوکړه لیک به ډېر ژر د جاپان د نړۍوالې همکارۍ ادارې (جایکا) او د ملګرو ملتونو د مېشتېدنې د پروګرام ترمنځ لاسلیک شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام لیکلي: «افغانستان دا مهال له یوه بې ساري بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی.»

د خبرپاڼې له مخې، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د کابل او هرات په ۳۸ ځایونو کې د اوبو، روغتیا او فاضله اوبو سیستمونه جوړ شي.

د راپورونو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

زموږ هېواد په نړۍ کې یو له سترو او پیچلو بشري ناورینونو سره مخامخ هیواد دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button