کورني خبرونه

حزب التحریر: طالبانو دې زموږ نیول شوی ویاند او نور غړي خوشي کړي

طالبانو د حزب التحریر ډلې ویاند او غړي نیولي او حزب التحریر یې د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده

حزب التحریر د خپلو غړو نیونه غیرشرعي عمل بللی دی.

په افغانستان کې حزب التحریر ویلي، چې طالبانو د دغه ګوند ویاند سیف‌الله مستنیر او څو تنه نور غړي ‘اسلامي خلافت ته د بلنې’ په تور نیولي دي.

د دغې ډلې په وینا، طالبانو دغه غړي د یوې غونډې تر جوړېدو وروسته نیولي دي.

حزب التحریر د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۹مه) په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې چې په اېکس یې خپره کړې، له طالبانو غوښتي چې د دوی غړي دې خوشې کړي او د هغوی نیونه یې «غیرشرعي» بللې ده.

پر حزب التحریر لګېدلي بندیزونه

حزب التحریر یو بنسټ پاله اسلامي ډله ده، چې په څو هېوادونو له هغې ډلې په روسیه او منځنۍ اسیا هېوادونو کې د هغوی پر فعالیتونو بندیز لګول شوی دی.

د افغانستان د وخت حکومت لومړي مرستیال د ۱۳۹۹ کال د وري په میاشت کې ویلي و، چې د حزب التحریر ګوند د عدلیې په وزارت کې ثبت شوی نه دی او د غونډو جوړولو او تبلیغ حق نه لري.

نور ولولئ: په هرات کې د طالبانو والي په خپل کتاب کې شیعه ګان تکفیر کړي

نور ولولئ: خیبر پښتونخوا: کورمه کې د شیعه او سني تر منځ جګړه

طالبانو په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته، د دغې ډلې او جمیعت اصلاح چې یو اسلام پاله تبلیغي سازمان دی فعالیتونه منعه کړي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم د حزب التحریر ځیني غړي په بېلابېلو ولایتونو کې نیولي وو.

حزب التحریر او داعش

حزب التحریر چې په څو نورو هېوادونو کې هم فعالیت کوي، د اسلامي خلافت او اسلامي دولت د جوړېدو په لټه کې دی.

دغې ډلې په خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبان په افغانستان کې «د نړۍ په کچه تر هر نظام زیات د خلافت په جوړولو کې وړتیاوې لري.»

حزب التحریر ډله، چې د داعش ډلې په شان خو د هغې ډلې له رامنځته کېدو لا پخوا په نړۍ کې د دوی په باور، د اسلامي خلافت د رامنځته کېدو لپاره مبارزه کوي.

د دې ډلې ځینې منتقدان باور لري، چې حزب التحریر د داعش ډلې لپاره فکري زمینه برابره کړې او لا هم د افغانستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو کې د همدې نظریې لپاره خلک روزي.

یادې ډلې د افغانستان په مرکزي او شمالي ولایتونو؛ په ځانګړي ډول پوهنتونونو کې د پام وړ نفوذ کړی و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button