نړیوال خبرونه

حسینه ساپۍ: مېرمنې غواړي افغانستان کې قانون عملي شي

د ښځو چارو وزارت سرپرسته او نومانده وزيره حسينه ساپۍ وايي، چې په افغانستان کې مېرمنې په سياسي، اقتصادي، ټولنيز او کلتوري کچې د قوانينو عملي کول غواړي.اوغواړي چې افغانستان کې نور قوانین په سمه توګه بلي شي او دراناوۍ ورته وشي.

پرون د ښځو سره په يوه غونډه کې د ښځو چارو وزارت سرپرستې او نوماند وزيرې حسينې ساپۍ وینا وکړه موږ له ولسمشر څخه مننه کوو يو چې په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد مېرمنو لپاره د دوى اساسي ملاتړ له کبله نن يو وار بيا د ښځو چارو وزارت يو اړين او کليدي وزارت وبلل شو.

نوموړې زياته کړه، نن موږ ښه فرصت لرو چې د ټول هېواد مېرمنو ليدلورى له ځانه سره ولرو، که څه هم په دې غونډه کې ستاسې شتون په هېواد کې د مېرمنو حالت بدلولو ته ستاسو ژمنتيا ښيي.د د افغانستان اوسني دولت ښځو ته خورا زیات اهمیت ورکوي او په دولت کې ورته خاص وړډه ورکوي.

اغلې ساپۍ زياته کړه، له دې وروسته په هېواد کې مېرمنې په سياسي، اقتصادي، ټولنيز او کلتوري کچې د قوانينو پلي کول غواړي او موږ اړ يو چې د شته اسانتياوو څخه په ګټه اخيستو سره هغه قوانين، پالېسۍ او مقررات پلي کړو، چې په تېرو وختونو کې په هېواد کې د ښځو ملاتړ لپاره منل شوي و.

هغه وايي، د ښځو حالاتو ښه والي لپاره د څارنې مېکانيزمونه رامنځته کړو تر څو راتلونکي کې مو د کار اغېزمنتيا معلومه شي او همدا رنګه داسې لارې چارې ومومو چې له کبله يې ښځې په ټول افغانستان کې د هېواد پرمختګ او نورو چارو کې اړين رول ولوبوي.

 د یادونې وړ ده چې د جمهوري رياست د چارو ادارې لوى رياست له لوري ويل شوي دي، چې د جمهوري رياست د عالي مقام د حکم په اساس اغلې حسينه ساپۍ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ښځو چارو وزارت د سرپرستې په توګه وټاکل شوه او دغه راز د باور رايې د اخيستو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژندل شوه.

د افغان دولت لخوا د دې وړاندې هم په لوړ پوسټونو باندې مېرمنې ګمارل شوي دي لکه د مثال په ډول منیره یو سفزاده د دفاع وزارت معاونې په توګه ګمارل شوې وه او په بازې نورو وزارتونو کې مېر منې د معینانو په توګه په دنده ګمارل شووي دي او دغو ګمارنو هغه وخت کې هم د خلکو غبرګونونه راپارولي وو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button