لوبې

حشمت شهیدي: زه پخپلو لوبغاړو باور لرم چې ښې لوبې به نندارې ته وړاندې کړي

د افغانستان کرکټ لوبډلې د ټیسټ او یوه ورځنیو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د بنګله دېش پر وړاندې لوبو ته بشپړ چمتوالی ښودلی او ویلي یې دي، زه پخپلو لوبغاړو باور لرم چې ښې لوبې به نندارې ته وړاندې کړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او کوربه بنګله دېش ترمنځ به د درېیو یوه ورځنیو او دوو شل اوریزو لوبو لړۍ به سبا د افغانستان پر وخت ۹:۳۰ پیل شي.

د دغه لوبو په اړه افغان لوبډلمشر حشمت شهیدي په یوه خبري کانفرانس کې ویلي، چې د بنګله دېش ویشتنځایونه د ورو توپ اچونکو سره مرسته کوي او افغان لوبډله پیاوړي ورو توپ اچونکي لري.

نور یی ولوله | ازبکستان د افغانستان، ایران او هند له چابهار هوکړې سره ‘یو ځای شو

هغه زیاتوي، چې افغان لوبغاړي د بنګله دېش پریمیر لیګ کې ولوبېده او تمرینات یې هم ترسره کړل، چې د بنګله دېش له هوا او ویشنځایونو سره ښه بلد شول، نو په همدې سبب به افغان لوبډله ښې لوبې وکړي.

هغه د افغانستان د نوي مشر روزونکي سټیورات لا په اړه وایي، چې نوموړی د بنګله دېش روزونکی پاتې شوی، له لوبغاړو او ویشتنځایونو سره ښه بلد دی، نو د هغه لارښوونې به هم زیاتې ګټورې تمامې شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button