نړیوال خبرونه

ازبکستان د افغانستان، ایران او هند له چابهار هوکړې سره ‘یو ځای شو’

د ایراني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، ازبکستان د افغانستان، ایران او هند تر منځ د چابهار له نړیوالې هوکړې سره یو ځای شوی دی. د ایران تسنیم خبري اژانس په رپوټ کې د ایران سیستان، بلوچستان ولایت د بندرونو او سیندونو چارو عمومي مدیر بهروز اقايي له قوله ویل شوي: په چاه بهار کې د ازبکستان پلاوي په حضور کې د ایران، هند او افغانستان تر منځ له چابهار هوکړې سره د ازبکستان یو ځای کېدو چارې بشپړې شوې. ”

دا ایرانی چارواکی وايي، د هوکړې مسوده چمتو شوې او راتلونکې یوه میاشت موده کې به د تهران یوه غونډه کې ازبکستان رسماً له چابهار هوکړې سره یو ځای شي. د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال په وږي میاشت کې د افغانستان، ایران او هند تر منځ د چابهار هوکړې په نامه نړیوال سند لاسلیک شو، چې له مخې به یې د ایران له دې بندره په سیمه کې د انرژۍ او سوداګري توکو د لېږد، رالېږد لپاره د ټرانزیټ کار اخیستل کېږي.

نور یی ولوله | ناروې غونډه: متقي وايي هڅه کوي خپل حکومت نور هم ټولګډونی کړي

چابهار بندر د افغانستان لپاره د سمندر له لارې د نړیوالې سوداګرۍ په موخه تر ټولو نژدې لار بلل کېږي. د ۱۳۹۷ کال په کب میاشت کې له همدې لارې هند ته د افغانستان د ځمکنیو صادراتو لومړی کاروان رسماً روان شو.

چابهار بندر په ایران کې د هند سمندر پر غاړه د هند په مالي مرسته جوړ شوي چې له دې لارې غواړي له افغانستان او نورو هېوادونو په تېره بیا منځنۍ اسیا سره سودګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button