نړیوال خبرونه

حقاني : مونږ د ولس ریۍتینې خدمت ته ژمن یو

سراج الدين حقاني د هېواد په جنوب کې له ځايي چارواکو او خلکو سره کتلي دي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني د هیواد جنوب کې ځایي مسؤلینو او خلکو سره ناستې کړي دي. د کورنیو چارو وزارت په خپاره شوې خبر کې راغلي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست د وضعیت د کتلو په موخه د هېواد سويل ته سفر کړی، 

کورنیو چارو وزیر له عامو خلکو سره په لیدنه کې د دوی ستونزې واوریدې

چې په دې لړ کې یې تېره ورځ د هلمند ولایت له ځايي مسؤلینو، قومي مخور او نورو عامو خلکو سره لیده، کاته کړي دي. د یاد وزارت د خبر په وینا؛ د کورنیو چارو وزارت سرپرست له عامو خلکو سره په غونډه کې د هغوی ستونزې واورېدې او ځايي مسؤلین ته لارښوونه کړې ده چې د خلکو ستونزې په خپل وخت واوري او خلکو سره ښه چلند وکړي، 

نور یی ولوله | د نوي کابل پروژه کې درې نیم مېلیون تنو ته کورونه جوړیږي

نور یی ولوله | د پوهنې وزارت: د نجونو ښوونځي د ښوونیز نصاب په علت تړلي پاتې دي

په وینا یې د خلکو ریښتنی خدمت زموږ مسؤلیت دی. د دغه سفر پر مهال سراج الدین حقاني، له ځايي سوداګرو غوښتي چې په هلمند ولایت کې پانګونه وکړي او بزګرانو سره د بدیلې کرکيلې په رشد کې مرسته وکړي. دا غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان په اساس په ټول افغانستان کې د کوکنارو او نور مخدره بوټو کرکېله منعه اعلان شوې ده او تر دې پخوا هلمند ولایت کې  کوکنار په پراخه کچه کرل کېدل، چې اوس د یاد ولایت بزګران د بدیل کښت د رشد او او بازار موندې برخه کې مرستي ته اړتیا لري.  

د شنونکو په باور د چارواکو داسې سفرونه کولای شي، د خلکو د ستونزو په حل کې ګتور واقع شي، ځکه چې د خلکو ستونزې مخامخ دوی ته رسیږي، همداشان داسې سفرونه کولای شي د ملت او دولت ترمنځ فاصلي له منځه یوسي او د ملت باور پر حکومت ډېر کړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button