سیمه ییز خبرونه

حقاني وايي، داعش په افغانستان کې ګواښ نه دی

سراج الدین حقاني وایي چې داعش په افغانستان کې ګواښ نه دی او نړیوال دې ورته د غټېدو لپاره تبلیغ نه کوي

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کې د دغه سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون هادي سینیرلیوغلو سره په لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د داعش ګواښ د اندیښنې وړ نه دی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو استازي ویلي، چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي.

بشري حقونه اساسي مسئله ده

د ملګرو ملتونو استازي بشري حقونه د ټولو خلکو له اساسي حقونو څخه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د ملګرو ملتونو اندېښنې باید په پام کې ونیول شي.

حقاني له نړۍ سره د تعامل په اړه وویل: له افغانستان سره د نړۍ تعامل لا هم د شل کلن اشغال تر سیوري لاندې دی او دا د هغه وخت د سیاستونو تسلسل دی، چې موږ یې نه لرو.

طالب وزیر له نشه یي توکیو سره مبارزې ته په اشارې وویل: موږ د نشه یي توکیو په له منځه وړلو کې خپلې ټولې هڅې کړي او په دې برخه کې مو خپل مسوولیت ادا کړی دی. نړیواله ټولنه هم باید د افغان بزګرانو لپاره د بدیل معیشت په برابرولو کې د مرستې په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

طالبان په افغانستان کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ ښيي

هغه د افغانستان امنیتي وضعیت د ډاډ وړ وباله او په دغه هېواد کې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره د دښمنانو هڅې یې ناکامې وبللې، وې ویل: داعش جنګیالي په افغانستان کې ښکاره حضور نه لري، ممکن په افغانستان کې د دوی محدود فکري ملاتړي ولري، خو د اندېښنې وړ خبره نه ده. د دې پدیدې څخه د زیاتو ذکر کولو څخه باید مخنیوی وشي.

نور ولولئ: سراج‌الدین حقاني: باید سره یو شو او اختلاف ونکړو

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ترڅنګ د سیمې یو شمېر هېوادونه په پرله پسې ډول په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندیښنه څرګندوي. بل‌خوا په دې وروستیو کې په افغانستان کې د داعش بریدونو خورا زور اخیستی او دا څووم ځل دی چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي په نښه کوي او له منځه یې وړي. خو له دې سره، سره بیا هم طالبان د داعش ګواښ جدي نه بولي او هوايي چې دا ډله کمزوري شوې او د اندېښنې وړ نه ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button