افغانستان

خصوصي پوهنتونونه، حقوق او سیاسي علوم پوهنځیو ته محصلان نه شي جذبولی

خصوصي پوهنتونونه، حقوق او سیاسي علوم پوهنځیو ته محصلان نه شي جذبولی. د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت له خصوصي پوهنتونونو غوښتي چې له دې وروسته په حقوق او سیاسي علومو، سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو کې نوي محصلان جذب نه کړي.

د افغانستان د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولانو بي‌بي‌سي ته تایید کړې چې دغه لارښوونه په رسمي ډول ورلېږل شوې ده. د یوه پوهنتون مسوول ویلي، پوهنتونونو سږ کال لا د کانکور له لارې په حقوق او سیاسي علومو کې د نویو محصلانو د جذب اجازه لرله، خو وروسته ورته وویل شول چې دغه څانګې باید په تدریجي ډول وتړل شي.

د معلوماتو له مخې، هغه محصلان چې اوس په حقوق او سیاسي علومو او اړوندو څانګو کې زده‌کړې کوي، کولای شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي؛ خو د نویو محصلانو د منلو بهیر به ودرول شي.

د بندیز دلیل څه دی؟

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ته منسوب یوه مکتوب، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، د دې پرېکړې له اصلي دلایلو څخه د نویو متقاضیانو کمښت او د فارغانو لپاره د کاري فرصتونو محدودیت یادوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د اګست پر ۳۰مه دغه پرېکړه تایید کړې ده. هغه ویلي، ښايي دا اقدام هغو خصوصي پوهنتونونو ته متوجه وي چې د حقوق او سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو په تدریس کې یې ظرفیت کمزوری وي.

مجاهد ادعا کړې چې په دولتي پوهنتونونو کې حقوق او سیاسي علوم نه دي حذف شوي، بلکې د حکومت له نظره به لا پیاوړي شي.

د پوهنتون استادانو اندېښنې

د افغانستان د لوړو زده‌کړو د برخې ځینو استادانو او فعالانو دا پرېکړه د هېواد د مسلکي کادرونو لپاره زیانمنه بللې ده.

دوی وايي، افغانستان یوازې د محکمو لپاره حقوق‌پوهانو ته اړتیا نه لري؛ بلکې حقوقي متخصصان په سوداګرۍ، بانکدارۍ، مالیې، ادارې او نورو برخو کې هم مهم رول لري.

د دوی په باور، حقوق او سیاسي علوم د حکومتولۍ، سیاست، قانون جوړونې، دیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو لپاره د مسلکي کادرونو په روزنه کې مهم دي.

د پوهنتون استاد عبدالعلي محمدي هم د دې پرېکړې په اړه ویلي چې د حقوق او سیاسي علومو د څانګو بندول کولی شي د هېواد علمي بنسټ کمزوری او د مسلکي بشري ځواک تشه پراخه کړي.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو نوی وضعیت

په خصوصي پوهنتونونو کې د حقوق او سیاسي علومو لپاره د نویو محصلانو د جذب بندیز د طالبانو له واکمنېدو وروسته د لوړو زده‌کړو په نظام کې د رامنځته شویو بدلونونو په لړ کې نوی اقدام دی.

له ۲۰۲۱ کال وروسته د لوړو زده‌کړو په نصاب او پوهنتوني جوړښت کې ګڼ بدلونونه راغلي، په داسې حال کې چې ښځینه محصلانې هم له پوهنتوني زده‌کړو څخه منع شوې دي.

اوس د حقوق او سیاسي علومو د نویو محصلانو د جذب محدودول د دې بحث نوی اړخ جوړوي چې په افغانستان کې د لوړو زده‌کړو د راتلونکي مسلکي جوړښت په اړه پوښتنې زیاتوي.

که څه هم طالبان وايي چې په دولتي پوهنتونونو کې حقوق او سیاسي علوم پیاوړي کوي، خو د خصوصي پوهنتونونو د نویو محصلانو د جذب بندیز به په راتلونکو کلونو کې د دې څانګو د محصلانو او فارغانو پر شمېر اغېز وکړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button