نړیوال خبرونه

حماس د اوربند وړاندیزونه منلي، خو امریکا وايي، موږ پرې غور کوو

د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر وايي، که څه هم د حماس وړاندیز د دوی غوښتنې نه شي ځوابولی، خو بیا هم خبرو ته دوام ورکوي

دوی ورته مهال په رفح کې د خپلو عملیاتو پر دوام هم ټینګار کړی. پوځ يې وار له مخه هلته د هوايي ګوزارونو خبر هم ورکړی.

د غزې په سویل کې د رفح ښار په ختیځو څنډو په داسې حال کې د اسرائیلو د پوځ هوايي ګوزارونه روان دي چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي پر حماس د فشار لپاره د پوځي عملیاتو تر څنګ له دغه غورځنګ سره خبرې هم غځوي.

د لومړي وزیر نتنیاهو له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې که څه هم د حماس د اوربند په وړاندیز کې د اسرائیل اصلي غوښتنې نه دي ځواب شوې خو بیا هم خبرو ته دوام ورکوي.

حماس وړاندیز شوي شرایط منلي دي

د حماس غورځنګ مشرتابه له دې وړاندې ویلي چې په غزه کې د اوربند وړاندیز شوي شرایط یې منلي او په دې اړه يې د دغو خبرو منځګړو، مصري او قطري چارواکو، ته هم خبر ورکړی.

نور ولولئ: حماس-اسراییل جګړه: اسراییلیانو د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبارۍ کې ۷۰ کسان وژلي

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ حماس د جګړې تر پای ته نه رسېدو پورې د یرغمل شوو کسانو د نه خوشي کېدو ګواښ کړی

د حماس د لومړي وزیر اسماعیل هنیه یو پخوانی سلاکار احمد یوسف وايي، حماس هغه څه تأيید کړي چې د اوربند لپاره د وړاندیز په توګه مطرح شوي وو. دی زیاتوي چې حماس دا هم ویلي چې “داسې تأئید یې تر لاسه کړی چې ولسمشر بایډن به د دې ضمانت کوي چې اسرائیل به پر دغه تړون درېږي”.

2 (1)
د حماس ډلې مشر

امریکا پر وړاندیز غور کوي

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې دوی اوس پر دغه وړاندیز غور کوي.

نوموړی وايي، “د یرغملو پر سر معاملې ته د حماس ځواب راغلی. اوس غور پرې کوو او په سیمه کې له خپلو همکارانو سره پرې خبرې کوو. د سي آی اې مشر وېلیم برنز هلته دی او په ساحه کې په دې اړه په کار بوخت دی”.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له اسرائیلو او حماس دواړو غوښتي چې د سولې او په غزه کې د روان ځور د پای ته رسولو لپاره یو ګام زیات مخکې لاړ شي.

د اسرائیلو دغه اعلان له وړاندې راهیسې ګڼې نړیوالې نیوکې او اندېښنې هم پارولې. مرستندویه سازمانونو یې د ویجاړوونکو پایلو په اړه خبرداري هم ورکړي.

د غزې وګړي وايي، دا بیا بې ځایه کېدنه به يې په وار له مخه ربړو او ځور نور هم ورزیات کړي.

د غزې يو اوسېدونکی وايي،”لکه چې تاسو ګورئ مرګ او وېره هر ځای ده او موږ له خپلو ماشومانو سره بیا بې‌ځایه شوو. بې کوره شوو او دوی مو کورونه ونړول او شهیدان مو پاتې شول. دوی هېڅ را ته پرېنښودل.”

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button