نړیوال خبرونه

«حماس د اسرائیلو درې پوځیان وژلي»

حماس ډلې د اسرائیلو درې پوځیان وژلي او اسرائیلو دغه خبر تائید کړی دی

د اسرائیل پوځ وايي، چې د حماس په برید کې د دې ډلې درې پوځیان وژل شوي دي. د اسرئيلو پوځ د دغه بريد له اعلان سره هممهاله د خپلو لسو پوځيانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی او د ځينو ټپيانو حالت يې نازک بللی دی. له دې بريد وروسته اسرائيلو دغه لار چې په غزه کې د جګړې قربانيانو ته د مرستې رسولو له لارو څخه يوه ده هم تړلې ده.

د اسرائيلو پوځ په يوه بيان کې ويلي چې د غزې جنوب کې د رفح له بندر سره نژدې په کرم ابو سالم (شالوم کرم) توغندي توغول شوي دي.

د اسرائيلو د پوځ په وينا دغه توغندي له ملکي استوګنځای ۳۵۰ متره لېرې له يوې سيمې توغول شوي او دا يې د حماس له خوا د “ملکي ځايونو د کارولو يوه بله ښکاره بېلګه” ياده کړې ده.

د اسرائيلو د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه هېواد جنګي الوتکو د توغنديو د توغولو ځای او دې ته نژدې يوه بله پوځي موخه هم په نښه کړې ده.

د اوربند د خبرو پړاو پای ته ورسېد

حماس په يوه بيان کې ويلي چې د اوربند د خبرو پړاو پای ته ورسېد او د دې ډلې استازي د مشورې لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته تللي.

2
په فلسطین کې د حماس ډله

په همدي حال د امریکا د سي ای اې مشر وېليم برنز چې د خبرو اترو له مهمو منځګړو څخه دی هم له مصره قطر ته تللی.

نور ولولئ: حماس-اسراییل جګړه: اسراییلیانو د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبارۍ کې ۷۰ کسان وژلي

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ حماس د جګړې تر پای ته نه رسېدو پورې د یرغمل شوو کسانو د نه خوشي کېدو ګواښ کړی

د حماس مشر اسماعيل هنيه او د اسرئيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو يو پر بل د خبرو اترو د ناکامۍ پړه، چې لا کومې پايلې ته نه دي رسېدلې اچوي.

ښاغلي نتنياهو په يوه ثبت شوې ويډيو کې يو ځل بيا ويلي، د حماس د غوښتنو منل چې وایي غزه کې جګړې ته دې د پای ټکی کېښودل شي، اسرائيليانو لپاره به د ماتې په معنی وي.

نوموړي ويلي، “اسرائیلی دولت دا نشي منلی. موږ د داسې حالت منلو ته نه يوو چمتو چې د حماس لوا له خپلو سمڅو راووځي او بيا پر غزه ولکه وکړي. خپله پوځي زېربنا بيا ورغوي او يهود مېشتو ښارګوټو، ورڅېرمه سوېلي غرونو او د هېواد په ټولو برخو کې د اسرائيلي وګړو په بیا ګواښنې پيل وکړي.”

اسماعیل هنیه وايي چې د خبرو د ناکامۍ لامل نتنیاهو دی

د حماس سياسي مشر اسماعيل هنيه بيا د خبرو اترو د ناکامۍ پړه پر ښاغلي نتنياهو ور اچولې ده.

ویل کېږي چې د اوربند په اوسني وړاندیز کې به د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په بدل کې د ۴۰ ورځو لپاره جګړه ودرول شي. په دې پلان کې به اسرائيل يو شمېر فلسطيني بنديان هم خوشې کړي. خو داسې ښکاري چې تر اوسه یوه لوري هم عمل نه دی کړی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button