نړۍ

حماس غزه کې د یوه کمین په ترڅ کې ۵ اسرائیلي سرتیري ووژل

اړوند خبر:

د حماس او اسرائیلو ترمنځ د یرغمل شویو د خوشي کولو تازه هوکړه

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د غزې په شمال کې د بیت‌حانون سیمه، په یوه کمین کې لږترلږه پنځه اسراییلي سرتېري وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

دا پیښه تېره ورځ(دوشنبه د جولای په ۷ مه) ماښام وشوه، او په وروستیو میاشتو کې د اسراییلي ځواکونو پر وړاندې یو له خونړیو بریدونو څخه وه. د اسراییلو پوځ ویلي چې سرتېري د ګزمې پرمهال د چاودېدونکو توکو په نښه شول او بیا د وسله‌والو برید لاندې راغلل.

په پیښه کې دوه ټپیان په نازک حالت کې دي، او د پوځ چورلکې د غزې په شمال کې د جګړې سیمې ته د ټپیانو د لېږدولو لپاره لیږل شوي دي.

د حماس ډلې د برید مسوولیت په غاړه واخیست، او دا یې د اشغالګرو ځواکونو د مقاومت لپاره د عملیاتو یوه برخه وبلله.

الجزیرې د فلسطیني سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د حماس ځواکونو د چریکي تاکتیکونو په کارولو سره کمین ترسره کړ، په شمول د پوځي ګزمې په لاره کې د چاودېدونکو توکو ځای پر ځای کول او د اسراییلي سرتېرو په لېږدونکو موټرو د ټانک ضد توغندیو ډزې کولې.

دا برید په داسې حال کې وشو چې په دوحه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ غیر مستقیم اوربند خبرې اترې پرته له کوم پرمختګ پای ته ورسېدې.

په همدې حال کې، د غزې روغتیا وزارت راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو په بریدونو کې ۱۰۵ فلسطینیان وژل شوي او ۳۵۶ نور ټپیان شوي دي. نښتې دوام لري ځکه چې په غزه کې بشري کړکیچ، په شمول د سختې قحطۍ شدت موندلی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button