افغان کډوال

حمدالله فطرت؛ ټول راستنېدونکي کډوال له عمومي عفوې برخمن دي

اړوند خبر: 

د ایران سني مذهب امام عبدالحمید: له افغان کډوالو سره د ایران چلند نه زغمونکی دی

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، چې هېواد ته راستنېدونکي ټول کډوال د عمومي عفوې له فرمان څخه برخمن دي.

فطرت زیاتوي هیڅوک هم له سیاسي لحاظه له هغوی سره دښمني، تضاد او انتقامي چلند نه کوي او که داسې څه پېښ شي حکومت یې پوښتنه او مخنیوی کوي او عاملین جزا ویني.

د طالبانو مرستیال ویاند وایي، که په ځینو سیمو کې یوه نیمه پېښه شوې وي، هغه سیاسي نه، بلکې شخصي او خورا جزئي ده چې یوناما ته نه ښایي استفاده ترې وکړي او د پروپاګند په خپرولو سره اندېښنې زیاتې کړي.

نوموړي همداراز ویلي، چې موږ دا ډول اندېښنې او د هغو سیاسي کول په کلکه ردوو.

فطرت ویلي، چې دوی خلکو ته ډاډ ورکوي چې په دې اړه دې هیڅ اندېښنه و نه لري او په ډاډ سره دې هېواد ته راستانه شي.

دا غبرګون داسې مهال ښودل کېږي، چې تر دې وړاندې یوناما په خپل راپور کې ویلي وو، چې افغانستان ته راستنېدونکي کډوال په ځانګړي ډول ښځې، نظامیان،د جمهوریت د دورې کارکوونکي او خبریالان د طالبانو له لوري له سختې ځورونې، خپلسرو نیونو سره مخ دي.

طالب ویاند وایي، چې هېواد کې د تېر جمهوریت د ټولو نظامي منسوبینو او هغه وخت چارواکو ژوند خوندي دی او وروستیو کې په سلګونو پخواني چارواکي هېواد ته راستانه شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button