Uncategorized

حنفي: د اسلامي هیوادونو پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه وکړي

مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي هیوادونو له پانګوالو غوښتنه کړې چې خپلې پانګې دې په افغانستان کې په کار واچوي

د باختر دولتي خبري آژانس د راپور له مخې د افغانستان اسلامي امارت د لومړي وزیر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي سره لیده کاته کړي.

د دې لیدنې په جریان کې حنفي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت څخه غوښتنه کړې چې د اسلامي هیوادونو سوداګر دې د کانونو، انرژۍ تولید او مواصلاتو په برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي ویلي چې د دې سازمان غړي هیوادونه دې په افغانستان کې پر پانګونه سربیره په نورو بیلابیلو برخو لکه د بشري ځواک ظرفیت لوړونه، روغتیا او نورو کې هم پاملرنه وکړي.

په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو سازمان غړو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه هم خبرې شوې

د دې لیدنې په جریان کې ښاغلي بخیت ویلي چې د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو پر دوام ټینګار شوی.

نوموړي په دې اړه څرګنده کړې: په دې ناسته کې پر بشردوستانه مرستو سربیره په نورو برخو کې پر مرستو په ځانګړي ډول په پراختیایي برخه کې هم ټینګار شوی او پریکړه شوې چې د افغانستان د اړتیاوو مالومولو لپاره دې یو فني او تخنیکي ټیم سیمې ته ولیږل شي.

د افغان سرپرست حکومت مرستیال د افغانستان او اسلامي همکاریو نړیوال سازمان تر منځ ښې اړیکې وستایلې او ویې ویل چې د اسلامي همکاریو سازمان کولی شي په افغانستان کې ارزښتمن او مثبت رول ولوبوي.

په پام کې ده چې د اسلامي علماوو یو پلاوی هم افغانستان ته سفر وکړي

د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان استازي د دې لیدنې په جریان کې ویلي چې ژر به د اسلامي علماوو یو پلاوی هم افغانستان ته سفر وکړي او له طالب چارواکو سره پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

حنفي د اسلامي امارت مثبتو کړنو ته هم اشاره وکړه

د اسلامي امارت مرستیال د دې کتو په جریان کې د حکومت هغو مثبتو کړنو ته اشاره وکړه چې پر هیواد د طالبانو له واکمنیدو راپدیخوا یې تر سره کړې دي.

نور ولولئ: متقي: نړۍ دې له ا.ا سره مثبت تعامل پيل کړي

نوموړي وویل چې په ټول هیواد کې سرتاسري سوله ټینګه شوې، عمومي عفوه اعلان شوې، اداري فساد له منځه تللی او د نشه یي توکو کرکېله او قاچاق هم له منځه تللی چې د نړۍ لپاره یو لوی مصیبت و.

عبدالسلام حنفي له طارق علي بخیت څخه غوښتنه کړې چې که د اسلامي امارت استازي د دې سازمان بیلابیلو غونډو ته وبلل شي او مخامخ د نظریاتو شریکولو زمینه برابره شي ښه پایله به ولري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button