نړیوال خبرونه

حنیف اتمر: روسیه تل د افغانانو تر څنګ پاتې شوې

حنیف اتمر: روسیه تل د افغانانو تر څنګ پاتې شوې دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر چې د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ مسکو ته تللی، هلته یې د یاد هیواد د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره لیدلي.

دبهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر چې د روسیې په دولتي انسټيټيوټ کې يې وینا اورولې.ویلي، چې د تاریخ په اوږدو کې له یوې مشخصې مودې پرته روسیه تل د افغانانو تر څنګ پاتې شوې او که چېرې د دواړو مملکتونو تر منځ تاریخي اړیکې په ښه ډول درک شي، د راتلونکو اړیکو په جوړولو کې ښه رول لوبولای شې.نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې ترهګریزې ډلې په افغانستان او ټولې نړۍ کې نږدې اړیکې لري او له هغوی سره د مبارزې په لار کې اړتیا ده،

چې په نړیواله کچه همغږي رامنځته شي او سیاسي ملاحظات او جيوپوليټيک عوامل باید ددې مبارزې مخه ونه نیسي.حنیف اتمر ددې تر څنګ مسکو د افغانانو ښه دوست بللی، چې دده له قوله، د سړې جګړې له مودې پرته تل د افغانانو تر څنګ پاتې شوی.او همېشه ېې په سختی کې د افغانانو غږاورېدلی دی.

20210226 104128
حنیف اتمر

د حنیف اتمر پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و، په افغانستان کې باید د لنډمهالي حکومت جوړېدو ته زمینه برابره شي او بهرني ځواکونه د دوحې له تړون سره سم له افغانستانه ووځي.

ښاغلي کابلوف ویلي وو، امریکا په افغانستان کې پاتې کېدو ته بهانه جوړوي او د دوحې له تړون سرغړونه کوي.باید یاده کړو چې طالبان هم په دې ټينګار لري چې باید د دوحې تړون عملي شي تر څو سولې ته په سمه توګه ورسېږو او د سولې پروسې شته فرصت ضایع نه شي.او همداراز اوربند ته هم زمینه برابره شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button