نړیوال خبرونه

حنیف اتمر: ډېر ژر به پاتې طالب بندیان خوشې شي

دهېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر ویلي، پاتې طالب بندیان به د راتلونکې اوونۍ تر پای ازاد شي.دهغه په وینا کوم خنډونه چې بین الافغاني خبرو پر وړاندې موجودوو له منڅه لاړل او ډېر ژر به خپلمنځي خبرې پیل شي،

ښاغلۍ اتمر زیاتوي چې د بین الافغاني خبرو لپاره موقع برابره شوې، اود طالب زندانیانو له خوشې کېدو سره سم به د افغانانو خپل منځي خبرې هم پیل شي. نوموړي دا خبرې د امریکا د سولې انسټیټیوټ سره پر لیکه یا انلاین مرکه کې کړي،هغه ویلي، چې افغان دولت سولې ته ژمن دی او په دې لار کې یې لازم اقدامات هم کړي دي.په ورته مهال طالبانو د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هغه څرګندوحې رد کړي، چې راتلونکې اوونۍ به د افغانژحکومت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره خبرې پیل کړي،

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پرون پنجنشبه کابل کې ميډیا ته خبرو پر مهال وول ، چې راتلونکې اوونۍ به له طالبانو سره د حکومتي پلاوي د مخامخ خبرو لړۍ شروع شي، بل خوا بیا قطر کې د طالبانو د مشرتابه شورا غړي شېر محمد عباس ستانکزي د ملي پخلاینې عالي شورا د رییس ډاکټر عبدالله عبدالله دا څرګندونې رد کړې، چې ګواکې راتلونکې اوونۍ د افغانانو خپلمنځي مذاکرات شروع کيږي،

دغه ټینګار لري، چې د دوی پاتې ٣٢٠ بندیان دې ازاد شي بیا به له هغې یوه اوونۍ وروسته د حکومت له مذاکراتي پلاوي سره خبرو ته پلان جوړوو، طالبانو د بین الافغاني خبرو لپاره شل کسیز پلاوی هم چمتو کړی، خو یوازې د افغان دولت له لوري د دوی د پاتې بندیانو خوشې کولو ته په تمه دي چې بیا به له حکومت سره مذاکرات پیل کړي،

حکومت د پاتې د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ ځکه ځنډولې چې له طالبانو غواړي د دوی بندیان چې نږدې ٢٤ کومانډو سرتیري هم په کې شامل دي ازاد کړي ، خو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست ښاغلي امتر له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې دولت به پاتې طالب زندانیان هم له کوم قید او شرطه ورازاد شي،

دا هم باید یاده کړو چې څه وخت مخکې ځینې هېوادونو د درنو جرمونو یو شمېر هغو طالب زندانیانو له ازادولو سره مخالفت خودلۍ چې د دوی د اتباعو پر وژنې تورن دي، ممکن طالبان هم د دې شپږ زندانیانو د ازادولو له غوښتنې تېر شي. په دې اړه طالبانو ویلي وو، چې ځکه پاکستان ته د سفر پر مهال پاکستانیو چارواکو له طالب مشرانو غوښتي چې د یادو شپږو طالب بندیانو د ازادولو غوښتنه دې نه کوي، او بین الافغاني مزاکرات دې پیل کړي،

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید دواړه لورې ژر تر ژره د سولې مزاکراتو کې شته خنډونه له منځه لرې کړي او بین الافغاني مزاکرات پیل کړي ترڅو د سولې لپاره په نورو جزیاتو باندې وغږیږي ځکه دغه مزاکرات به لږ پیچيده وي او وخت به ډېر واخلي نو اوس دواړو خواوو ته پکار ده چې دې تلايي چانس نه ګټه پورته کړي او افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره هڅې وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button