حکومت:د ترکیې ناستې په اړه سلا مشورې کوو
حکومت:د ترکیې ناستې په اړه سلا مشورې کوو. د بهرنیو چارو وزارت وایي، په ترکیه کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې ناستې په تړاو له پاکستاني لوري سره سلا مشورې روانې ساتي.ځکه د هغوی سره اوسمهال اړین کار دی.
د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» سره د اسیا زړه-استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې ترسره کړې لیدنه کې د سولې خبرو اترو د بریا او «مطلوبې سولې» ته د رسېدو په اړه خبرې کړې دي.د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دواړو لوریو موافقه وکړه چې ترکیه کې د سولې خبرو راتلونکي پړاو پورې به دوه اړخیزو او څو اړخیزو سلامشورې وکړي.
د ترکیې غونډه چې ښايي راتلونکې اپریل میاشت د ترکیې په استانبول کې جوړه شي، د امریکا په وړاندیز د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې جوړېږي او د افغانستان د سولې پروسې لپاره مهمه یادېږي.ویل کیږي چې یاده ناسته کې به مهمې پرېکړې وشي او ښای د اینده نظام په اړه بهدهم خبرې پکې وشي.
یاده غونډه چې د طالبانو او حکومت تر څنګ ښایي د سیمې د یو شمېر مملکتونو استازي هم برخه پکې ولري، چمتووالی ورته روان دی.د طالبانو سیاسي دفتر وایي، په دې ناسته کې یې غړي ګډون کوي او تر ټولو ډېر ټینګار به یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو وي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون د اسیا زړه-استانبو پروسې د ناستې په څنډو کې د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سره د ترکیې ناستې ته د چمتووالي په اړه غږېدلی.د حکومت سرچینی وایی دا غونډه اوسمهال ټولو خواو لپاره مهمه بلل کیږي او ښایی دا غونډه د سولې خبرې رالمډې کی او له همدې غونډې له امله د سولې خبرې نتیجې ته هم ورسیږي.