نړیوال خبرونه

حکومت د الوتکو د ټکتونو مالیه زیاته کړې

د کابل د هوايي ډګر مشر

د کابل د هوايي ډګر رییس وايي چې د نویو بدلونونو پر بنسټ، له درېیو ورځو راهیسې یعنې د روان زیږدیز کال د سپټمر له لومړۍ نېټې د مسافرو په داخلي ټکټونو کې ۵ ډالره او په بهرنیو ټکټونو کې ۲۵ ډالره ډېروالی راغلی دی.

د کابل هوایي ډګر رییس عبدالهادي حمدان وویل:«دا چې دلته ځمکني خدمتونه د ګاک شرکت له خوا چې یو خدماتي شرکت دی، مخته وړل کېږي، د هغه د لګښتونو د پوره کولو لپاره دا پرېکړه نیول شوې چې باید د مسافرو په ټکټونو کې یو لږ فیصدي زیاته شي.»

په هېواد کې د یوه خصوصي هوايي شرکت سلاکار وايي، د دغو خدماتي مالیاتو په ډېرښت سره د هر مسافر چې له هېواده بهر سفر کوي د ماليې کچه ۶۵ ډالرو ته رسېږي.

نور یی ولوله | اسلامي امارت: د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوټ راپورنا سم دی

نور یی ولوله | افغان حکومت د اسلامي امارت د چارواکو پر سفرونو د بندیزونو لېرې کېدل غواړي

د کام ایر هوایی شرکت لوړ پوړی سلاکار

د کام ایر هوايي چلن شرکت جګړپوړی سلاکار محمد داوود شریفي وايي:«هغه ټکتونه چې له دې مخکې ایشو شوي دي، هغه معاف دي له دې وروسته موږ چې اخلو نېټه یې درې، څلور ورځې وروسته معلومېږي، خامخا په بیه یې اغېزه کوي. او نن د نورو ورځو پرتله زموږ د هرات مسافر کم وو. له بل لوري د یوه سیاحتي شرکت مسوول وايي، د هوايي ډګرونو د خدماتي مالیاتو په ډېرښت سره د هوايي شرکتونو د ټکټونو په بیو کې هم ډېروالی راغلی دی

د یوه سیاحتي شرکت مسوول قیس سهرابي وویل:«خلکو ته ډېره ستونزمنه پرېوځي، هر څومره چې ټکټ پورته ولاړ شي د خلکو ستونزې زیاتېږي، د دې لپاره په دې شپه او ورځ کې د خلکو اقتصاد ډېر خراب دی. د افغانستان د هوايي ډګرونو خدماتي مالیات له ۲۰۱۳ کال راهیسې مخ په لوړېدو دي. او له دې سره مسافر مکلف دي چې، امنیتي، د ساتنې او څارنې او همداراز د هوايي ډګر د پراختیا د لګښتونو مالیه هم پرې کړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button